د پروان امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د اسلامي امارت ځواکونو په تېروتنه پر یو بل ډزې کړي چې په پایله کې یې د جبل‌السراج ولسوالي جنايي امر د خپل یوه همکار سره وژل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پروان امنیې قومندان عزیز‌الله عمر سلام‌وطندار ته د دې خبر د تایید ترڅنګ ویلي، پېښه بېګاه شپه د جبل‌السراج ولسوالي کې هغه مهال رامنځته شوه چې د اسلامي امارت د ځواکونو دوه ډلې پر ګزمه بوختې وې.

نوموړي زیاته کړې چې د ګزمې پرمهال دواړو لوریو په تېروتنه پر یوه بل ډزې کړي چې پرمهال د جبل‌السراج ولسوالي جنايي امر «نجیب‌الله» له خپل یوه همکار سره وژل شوي دي.

د پروان امنیې قومندان همداراز ویلي چې دې نښته کې د اسلامي امارت دوه سرتیري تپیان شوي هم دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

هغه ټينګار وکړ چې د پېښې په اړه څېړنې پیل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام