Asset 1SWN

د پکتیکا اوسېدونکي: دغه ولایت کې دې نیمګړې پروژې بشپړې شي

FB_IMG_1670919786027

د پکتیکا یوشمېر اوسېدونکي له حکومت غواړي چې دغه ولایت کې دې د مخکیني حکومت پرمهال د پاتیو نیمګرو پروژو چارې بېرته پیل کړي.

د یاد ولایت اوسېدونکي زیاتوي چې تېر جمهوري نظام کې د دغه ولایت د پلتو بند، د ښرنې-ګردېز سړک او ځینو نورو پروژو چارې تر یوه برید رغول شوي او په وینا یې، اوسنی حکومت یې باید بشپړې کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دوی په وینا، دغه ولایت کې داسې پروژه نه ده پلې شوې چې د خلکو ژوند دې ورسره ښه شوی وي. د پکتیکا اوسېدونکي پر حکومت نیوکه کوي چې نورو ولایتونو کې یې سترې پروژې پیل کړي، خو دغه ولایت یې هېر کړی دی.

 د پکتیکا ولایت د دوه تنه اوسیدونکو فضل الحق او منور سلام وطندار ته وویل چې په یاد ولایت کې د جمهموریت پر مهال د پلتو بند، ښرنې او ګردېز سرک ، د کرکټ لوبغالی او ځینې نورې پروژې وې چې کارونه نیمه تر سره شوي و دوی اوس غوښتنه کوي چې پر یادو پروژو دې عملا کار پیل شي. دوی وایي په پکتیکا ولایت کې هیڅ داسې پروژه نده پلې شوې چې د خلکو ژوند ورسره ښه شوی وي.

د پکتیکا اوسېدونکي فضل‌الحق وویل: «له اوسني دولت څخه غواړو چې پکتیکا کې هغه تېرې نیمګړې پروژې بیرته پیل کړي چې له برخې یې د پلتو بند دی، د پکتیا ـ پکتیکا ترمنځ سرک اساسي جوړول دي، د کرکټ لوبغالی دی له دولت نه هیله کوو چې توجه ورته وکړي دا نیمګړې پروژې بیرته له سر نه پیل کړي او پاتې چارې یې ژر تر ژره بشپړې کړي.»

د پکتیکا اوسېدونکي همدا شان وایي چې د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د دغه ولایت اوسېدونکو په ژوند کې مثبت بدلون راشي.

د پکتیکا ولایتي مسولان بیا وایي چې په یاد ولایت کې به هغو پروژو کارونه پیل چې د تېر حکومت پر مهال یې چارې نیمګړې پاتې وې.

د پکتیکا د ولایت ویاند مرستیال خپلواک فاروقي وویل چې د ټولګتو چارو وزارت د ښرنې او ګردېز ترمنځ د سرک جوړولو قرارداد د ټولګټو وزارت له‌خوا شوی او ژر به یې د جوړولو چارې پیل کړي.

نوموړي وویل: «د پلتو د بند سروې ترسره شوې ده، بودیجې ته په کتو سره به یې انشاالله کار شروع شي. د سرک خو د فواید عامې له‌خوا یې قرار داد شوی دی امید شته چې په لنډ وخت کې به هغه کار هم شروع شي او په اینده کې به نیمه پاتې پروژو او ځینې داسې نورې نوې پروژې دي بودیجې ته په کتو به د هغو کارونه هم شروع شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پکتیکا یو له هغو ولایتونو شمېرل کېږي چې نه یوازې د بیارغونې په برخه کې له پامه غورځول شوی، بلکې روغتیا، پوهنې او نورو برخو کې هم ورته کار ندی شوی چې له امله یې د پکتیکا ګڼ اوسېدونکي معیاري زده‌کړو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام