د لغمان یوشمېر اوسېدونکي وایي، اسلامي امارت دې هغه ټولګټې پروژې بشپړې کړي چې کارونه یې د تېر نظام پر مهال پیل شوي خونیمګړې پاتې دي. هغوی د تېر حکومت پر مسولانو نیوکه کوي چې د پروژو کارونه یې پر ټاکلې وخت تطبیق نه کړل.

د لغمان دوه تنه قومي مشران سیف‌الرحمن او محمد عباس وايي چې اوس په لیرو پرتو سیمو کې هم امنیتي ستونزې نشته او د اسلاميامارت مسولان باید د تېر حکومت د نیمه‌پاتې پروژو کارونه بشپړ کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

محمد عباس هم زیاتوي: « زموږ غوښتنه دا ده چې د نیم‌کتذه پروژو کارونه باید پیل شي او افغانستان ورغول شي لغمان اباد او سمسورشي انشاالله چې موږ په دې برخه کې له چارواکو سره یوو، مخکې مو هم له مسوولانو څخه ملاتړ کړی او بیا یې هم کوو»

په همدې حال کې د لغمان والي ذین‌العابدین وایي، ژمن دي چې د نیمه‌پاتې یا نیمګړو ټولګټو پروژو چارې بشپړې کړي او د دې ترڅنګ بهځینې نور بنسټیز کارونه هم پیل کړي.

د لغمان والي وایي: « موږ یو شمېر پروژې ګټې اخستنې ته سپارلي، په ټولو ولسوالیو کې د متوازن انکشاف لپاره کار کوو نیمګړې پروژېبه هم بشپړې شي. د شاهي کانال پروژوه چې ډېره مهمه ده، د هغې د کارونو لپاره به په نږدې راتلونکې کې د اوبو او برښنا وزات تهورشم، د دې کارونه که بشپړ شي شل زره هکټاره ځمکه خړوبه کولی شي، موږ هلې ځلې کوو تر څو کارونه وشي او د هېواد اقتصاد پهپښو ودرېږي

د لغمان اوسېدونکي وایي، هغه ژمنې چې مسوولان د ابادۍ او اسانتیا رامنځته کولو په موخه کوي د عملي کولو لپاره یې هم باید ډېر ژراقدامات وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د تېر نظام له سقوط وروسته د ډېرو ټولګټو پروژو کارونه چې د بهرنیو مرستندویه بنسټونو لخوا مخته وړل کېدل د ماليي مرستو د کمېدو لهامله نیمګړې پاتې دي.

په همدې حال کې خلک هم غوښتنه کوي چې نړیواله ټولنه باید د هغو پروژو پیسې قراردي شرکتونو ته ورکړي چې کارونه يې نیمګړې پاتېاو کارکوونکي يې هم زیانمن شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام