د زابل خاک افغان ولسوالي مسوولان او روغتیاپالان وايي چې یاده ولسوالي کې د روغتیايي خدمتونو کمښت له امله هغه عاجل ناروغان چې مرکز کلات ته د درملنې لپاره لېږدول کېږي، د لارې په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د خاک افغان ولسوالي محلي مسوولان او روغتیاپالان یاده ولسوالي کې له اړوند مرستندویه بنسټونو څخه د نویو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو، روغتیايي تشکیل برخه کې د شته ستونزو د حل او روغتیايي خدمتونو د پراختیا غوښتنه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د خاک افغان ولسوالي ولسوال صادق سلام‌وطندار ته وویل: «په ټول خاک افغان ولسوالي کې دوه یا درې کلینیکونه دي، هغه په شخصي ځایونو کې په کرایه ځایونو کې دي، دلته تراوسه بستریز روغتون نشته چې مریض بستر شي، خلک ډېر سخت په تکلیف دي، ډېری خلک له همدې امله مړه شوي دي، ځکه پر لاره ژوند له لاسه ورکوي، خاک افغان کې باید لږ تر لږه یو پنځوس بستریز روغتون جوړ شي، که ووایو دلته بېخي هېڅ روغتیا ته کار نه دی شوی.»

د یادې ولسوالي اوسېدونکي هم شکایت کوي چې شته روغتیايي خدمتونه يې ستونزې نه‌شي هوارولی او په وینا یې، د بې‌وزلي له کبله په خصوصي روغتونونو کې د خپلو ناروغانو د درملنې وس نه‌لري.

د یادې ولسوالي یوه اوسېدونکي محمدقاسم وویل: «زنانه مریضان موږ تر مرکز کلات پورې نشو رسولای چې تر شاجوی پورې رسېږي یا به مړه کېږي یا به ولادت کوي تر شاجوی پورې موږ تراوسه پورې روغ مریض نه دی رسولی.»

بل‌خوا د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولان بیا د خاک‌افغان په ګډون ټول زابل کې څه باندې ۵۰ سیمو کې د روغتیايي مرکزونو او کلینیکونو د جوړېدو غوښتنه کړې، څو شته ستونزې هوارې شي.

د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر میرویس افغان وویل: «موږ د یوه ارزیابي ټیم په مرسته په ټول زابل کې ۵۶ سپینې روغتیايي ساحې په ګوته کړي، دا موضوع موږ د ټولو ډونرانو، د عامې روغتیا وزارت او اړوند نورو مسوولانو سره شریکه کړې، څو دا پرتې ستونزي حل شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

خاک افغان د زابل له لرو پرتو ولسوالیو څخه ده چې اوسېدونکي یې د روغتیايي ستونزو سربېره، د ژوندانه له لومړنیو اسانتیاوو هم بې‌برخې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام