هېواد له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو د تړل پاتې کېدو په لړ کې، نن د مدني ټولنې یوشمېر بنسټونو، ګوندونو او قومي شوراګان په یوې ناسته کې له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه چې د نجونو ښوونځیو نه پرانستلو په اړه دې وضاحت ورکړي.

د دغې ناستې ګډونوال وايي چې د نجونو ښوونځیو تړل پاتې کېدل، له اسلامي او فرهنګي اړخه هېڅ توجیې نه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی په هېواد کې د ښوونځیو تړل پاتې کېدل، ستره ضایع بولي او له اسلامي امارت څخه غواړي چې هر څه ژر دې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي.

په ورته مهال په دې ناسته کې د نجونو د ښوونځیو یو‌شمېر  ښوونکو د اسلامي امارت پرېکړه پر نجونو تحمیل شوې ګڼي او غوښتنه کوي چې په لویو پرېکړو کې دې د خلکو غوښتنې په پام کې ونیسي.

بل‌خوا د ښوونځي یوه زده‌کوونکې منوره قریشي له ټولنې څخه د ښځ او له زده‌کړو څخه د نجونو محرومول، په ښکاره ظلم او له غیر اسلامي پرېکړه ګڼي او وايي چې اسلامي امارت دې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو ښوونځي بېرته پرانیزي.

په ورته مهال د ښځو حقونو یو‌شمېر فعالانې نړیواله ټولنه د افغانستان پر وړاندې پر ناغېړۍ تورنوي. د افغانستان د مقتدره مېرمنو غورځنګ مشره مونسه مبارز پر نړیوالو سازمانونو تور پورې کوي چې د افغانستان پر وړاندې یې چوپتیا غوره کړې او په وینا یې، افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د ګټو خوندیتوب لامل شوی چې چوپتیا اختیار کړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په یوه ټویټر پیغام کې له اسلامي امارت غوښتنه کړې چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځيو تړل پاتې کېدو په لړ کې د افغانستان علماوو په یوه پرېکړه‌لیک کې ویلي وو چې د اسلامي امارت له لوري د نجونو ښوونځیو تړل پاتې کېدل، هېڅ  شرعي توجیې نه لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام