Asset 1SWN

کابل ښاروالي «پُل سوخته» کې د کتابونو نندارتون پرانېست

a0

د کابل ښاروالي د پلازمېنې لوېدیځه غاړه د «پُل سوخته» پر پله د مطالعې فرهنګ دودولو په موخه د کتابونو نندارتون پرانېست.

د کتابونو دغه نندارتون نن پنج‌شنبه د تلې شپږمه پیل او د نن په ګډون به دوه ورځې دوام وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کابل ښار د پنځمې ناحیې مرستیال رفېع‌الله احمدزي د یاد نندارتون د پرانېستلو پر مهال وویل چې دغه نندارتون کې د بېلابېلو برخو څه باندې ۲۰۰۰ ټوکه کتابونه نندارې ته کېښودل شوي دي.

هغه وویل: «د یاد نندارتون موخه مطالعې ته د ځوانانو هڅول دي او د دې لپاره چې دغه نندارتون پُل سوخته سیمه کې جوړ شوی چې پخوا د روږدو کسان مرکز وو، هڅه کوو چې دغه مرکز پر یوه فرهنګي مرکز بدل کړو او راتلونکې کې به نور نندارتونونه هم جوړ کړو.»

بل‌خوا دغه نندارتون ته راغلي یو‌شمېر کسان وايي چې ورته نندارتونونه یې د اړتیا وړ کتابونو پلور لپاره ګټور دي. له نندارتون یوه لیدونکي عبدالقادر سلام‌وطندار ته وویل: «دلته ځکه راغلی یم چې له شته کتابونو ګټه واخلم او مطالعه وکړو او ډېر څه ترلاسه کړو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د افغانستان د ناشرانو ټولنې مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال هېواد کې ۱۵۰ خپروندی فعالیت لري چې د دیوالي‌کېدو له ګواښ سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام