کابل کې د افغان‌-‌قزاق ګډ نندارتون پرانېستل شو

په کابل کې د افغان‌ـ‌قزاق دوه‌ورځنی ګډ نندارتون نن پنجشنبه د ا.ا او قزاقستاني چارواکو په ګډون سره پرانېستل شو.
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبد.الغني برادر د افغان‌ـ‌قزاق نندارتون پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل، یاد نندارتون د افغان او قزاق سوداګرو ترمنځ د تجربو شریکولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی دی.

ملاریا سره د مبارزې نړیواله ورځ؛ افغانستان کې یې تېرکال ۱۸۰زره پېښې ثبت شوي

نن د اپرېل ۲۵مه د ملاریا ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده. د عامې روغتیا وزارت مسوولانو کابل کې د یوې غونډې پرمهال «د غوره ژوند په موخه د ملاریا پر وړاندې د مبارزې چټکولو» تر شعار لاندې دغه ورځ ونمانځله.

د دغه وزارت مسوولان افغانستان له ملاریا ناروغۍ څخه د زیانمنو هېوادونو له ډلې بولي او ټینګار کوي چې تېر ۲۰۲۳ کال کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو څه باندې ۱۸۰ زره پېښې ثبت شوي چې تر هغې وړاندې یو کال ته په پرتله، ۲۸.۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

میدان‌وردګ کې په ۴.۵ میلیونه افغانیو یو چکډېم  جوړېږي

د میدان‌وردګ د سیندیزې حوزې ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت دایمیرداد ولسوالي په «ورانیو» کلي کې د یوه چکډېم د جوړېدو چارې پيل شوې.

د یاد ولایت د سیندیزې حوزې ریاست ریيس مولوي عبدالصمد حلیم سلام‌وطندار ته وویل، یاد چکډېم د اوبو او برښنا وزارت له لوري د شاوخوا ۴،۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د درې میاشتو په ترڅ کې جوړېږي.

ای‌‌پي‌اېل؛ بنګلور له حیدراباد سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن رویالز چلنجرز بنګلور له سنرایزرز حیدراباد لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن پنج‌شنبه، اپرېل ۲۵مه د هند د حیدراباد د اوپال په «راجېف ګاندي انټرنېشنل کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار سروې؛ له ۲۹۰مېرمنو ۱۸۳ یې له خپلو ودونو خوښې نه‌دي

واده د کورنۍ او ټولنیز ژوند اساس او بنسټ حوړوي او د ټولنیز تړون له مخې د نر او ښځې ترمنځ د دواړو په خوښه کېږي چې دواړه د متقابل حقونو  پر وړاندې یوشان مسوولیت لري.

واده د دیني او ټولنیزو تعریف شویو او نا‌تعریف شویو ارزښتونو په چوکاټ کې د یوه «هلک او نجلۍ» ترمنځ د تړون «پیوند» په معنی ده چې له مخې یې، د کورنۍ بنسټ کېښودل کېږي.