سیګار: افغانستان کې له فساد سره مبارزه محدوده ده

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د پلټونکې ادارې یا سیګار په یوه لیک کې چې د بهرنیو چارو، دفاع او د امریکا د نړیوالې پراختیا مسوول ته یې لیکلی ویل شوي چې افغانستان د فساد مخنیوي لپاره محدود ګامونه پورته کړي دي او په دې هېواد کې له فساد سره مبارزه محدوده او نمایشي ده.

په دې لیک کې راغلي چې د افغانستان حکومت اصلاحات د کاغذ په پاڼو، قواعدو او د جلسو جوړولو ته محدود دي او دا اصلاحات او ګامونه هغه وخت ډېر شوي چې د مرستندويه هېوادونو نظارت زیات شوی دی.

پکتيا کې طالبانو له ساختماني شرکتونو ۳۰۰ ميليونه افغانۍ اخيستي

د پکتيا ولايتي ادارې مسوولان وايي، وسله‌وال طالبان په زور او جبر د پرمختيايي پروژو له قرارداديانو، شرکتونو او سوداګرو په بېلابېلو نومونو پيسې ټولوي. د چارواکيو په خبره، طالبان د يو شمېر ټولګټو پروژو لپاره خنډونه جوړوي.

د پکتيا والي محمد حليم فدايي له سلام‌وطندار سره په ځانګړې مرکه کې وويل، د دې ولايت په ټولو پرمختيايي پروژو کې چې د ولس د هوساينې لپاره جوړېږي، وسله‌وال طالبان د بډو په توګه پيسې اخلي.

له چاودېدونکيو توکو ډک موټر چې له ايرانه افغانستان ته دننه کېده، ونيول شو

فراه کې یوه امنیتي سرچینه چې نه‌غواړي نوم یې خپور شي وايي، امنیتي ځواکونو تېره شپه یو ټېلر موټر چې له چاودېدونکيو توکو ډک وو او ایران څخه فراه ته دننه کېده، سرحد کې کشف او ضبط کړی دی.
سرچینې وویل، دغه موټر نه ۶۸ بورۍ چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي چې هره بورۍ کې یې ۲۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو.

دغو موادو نه چې ډېری یې باروت دي، د سړک غاړې ماینونو او موټربمونو کې کار اخيستل کېږي.

هلمند کې ماین چاودنې يو خبریال وواژه

هلمند کې د ژورنالستانو ټولنې مشر زین‌الله ستانکزی وايي، نن سهار څه باندې ۹ بجې د لښکرګاه ښار لومړۍ امنیتي حوزه کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي پر موټر نښلېدونکي ماین چاودنه کړې.

ستانکزي وویل، دغه چاودنه کې خبریال الیاس داعي وژل شوی او یو ورور یې په کې ټپي شوی دی.

د هلمند ځايي مسوولانو تراوسه دې برخه کې څه نه دي ویلي.