افغانستان کې د یوازې څلورو هېوادونو سفارتونه فعال دي

له هغه وروسته چې طالبانو کابل ونیوه، د ګڼ‌‌شمېر هېوادونو سفارتونو خپلې چارې درولي او د امریکا او بریټانیا په ګډون ځینو هېوادونو بیا خپل کارکوونکي او سفارتونه له هېواده اېستلي دي.
خو روسیه، چین، ایران او پاکستان هغه هېوادونه دي چې خپلو کارونو ته يې دوام ورکړی او ویلي يې دي چې د خپلو سفارتونو د تړلو پلان نه لري.

جو بایډن: له افغانستان څخه وتل غوره پرېکړه وه

د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د اېستلو بهیر له بشپړېدو وروسته په خپله لومړۍ وینا کې د افغانستان په اړه له خپلې پرېکړې یو ځل بیا دفاع کړې او ویلي یې دي چې له افغانستان څخه وتل غوره پرېکړه وه. جو بایډن له افغانستان څخه د څه باندې ۱۲۰زره کسانو د اېستلو عملیات ستایلي دي. بل‌خوا طالبانو پرون له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل یوه ستره بریا وبلله.