که نړیوال د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني، هېواد به بې‌ثباته شي

طالبانو پر افغانستان ‎تر ولکې درې اوونۍ وروسته کابینه اعلان کړه، خو دا چې کابینه یې انحصاري او یوه قوم پورې اړوند بلل کېږي، د سیمې او نړۍ هېوادونو پرې نیوکې وکړې.
سیاسي شنونکي وايي، طالبانو تراوسه د خپل حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې هېڅ شرط نه دی پوره کړی او راتلونکي کې یې د ژمنو عملي کول هم لرې برېښي.

د بانکونو تړل کېدل؛ خلک خپلو پیسو ته اندېښمن دي

نږدې یوه میاشت کېږي چې طالبانو پر هېواد ولکه خپله کړې چې له امله یې د هېواد په ګڼو ولایتونو له هغې ډلې په بغلان ولایت کې بانکونه تړلي چې دغې چارې د یاد ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي. د بغلان اوسېدونکي وایي چې دې ته اندېښمن دي چې پیسې به یې له بانکونو ورکې شي. دین‌محمد چې د بغلان ولایت اوسېدونکی دی، وايي، د دوه میاشتو معاش یې په بانکي حساب کې دی او نه دی بریالی شوی چې خپلې پيسې ترلاسه کړي