سټیفانو پانټیکورو، د افغانستان لپاره د ناټو سازمان ملکي استازی دی. سلام‌وطندار د سولې خبرواترو، طالبانو او له افغانستان سره د ناټو د راتلونکي ملاتړ په اړه له نوموړي سره مرکه کړې ده.

سلام‌وطندار: د سولې پرمختګونو په اړه ستاسو ارزونه څه ده؟

سټیفانو پانټیکورو: د سولې خبرې اترې د افغانستان لپاره یوه تاریخي شېبه او هغه فرصت دی چې د روانې اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره باید ترې ګټه واخیستل شي. دا نښتې نظامي حل‌لاره نه لري او یوازې د خبرواترو پر مېز کېناستل یې سیاسي حل‌لاره ده. اوس د افغانانو په مالکیت د سولې خبرې اترې روانې دي چې دواړو لوریو سره لیدلي، څو د یوه امن او ارام افغانستان لپاره سیاسي کړنلاره جوړه کړي.

په ډاډ سره دا یوه ساده پروسه نه ده، خو ټولې خواوې باید د انعطاف منلو لاره غوره کړي او سولې ته رښتینې ژمنتیا ولري او دا به د مصالحې لپاره اړین وي. دا اندېښنې تر اوسه وې، خو اوس چې ګورم، د دواړو لوریو لیدنه، د هغوی له لوري د قوانینو او د فردي او ډله‌ييزو اړیکو جوړول، زما د هڅونې لامل شوي دي.

سلام‌وطندار: د سولې خبرواترو سره هم‌مهاله، د جګړې ډګر هم تود شوی او د جګړې پر مهال ښايي تاوتریخوالی هم زیات شي، په دې اړه ستاسو دریځ څه دی؟

سټیفانو پانټیکورو: موږ په دوامداره توګه د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېروالي شاهدان یو. زه پر افغانانو، ملکیانو او امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو بریدونه غندم. دا معنا نه لري، کله چې د خبرواترو پر مېز کېني، باید خبرې وکړي، نه جګړه. تاوتریخوالی له باور جوړولو سره نه جوړېږي او دا موضوعات د سولې لپاره د یوې مطلوبې فضا جوړولو لپاره مناسب نه دي. طالبان باید د تاوتریخوالي په کموالي سره وښيي چې سولې ته ژمن دي. تر ټولو مهمه دا چې افغانان له اوږدې مودې راهیسې دردېدلي دي، د تاوتریخوالي کموالی د خلکو په منځ کې پر سولې پروسې د باور ډېروالي لامل کېږي، هغه خلک چې تیار دي، څو له هغو فرصتونو نه چې له سولې سره ورته برابرېږي، ګټه واخلي.

ناټو د افغان حکومت او د دغه هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو نه د خپل ملاتړ دوام ته ژمن دی، څو د افغانانو د امنیت ټینګښت لپاره له ترهګرو سره مبارزه وکړي.

سلام‌وطندار: د سولې خبرواترو سره هم‌مهاله د دوو امکاناتو خبره کېږي، د افغانستان د راتلونکې لپاره د ناټو لیدلوری څه دی، ولسواکي او بشري حقونه که هغه شرعي او سخت‌نیوونکی نظام چې طالبان یې غواړي؟

سټیفانو پانټیکورو: ګورئ، موږ ټول پوهېږو چې اوسنی افغانستان د ۲۰۰۱ کال له افغانستان سره توپیر لري. دا توپیرونه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مېړانې او هوډ او د خلکو د هڅو له کبله رامنځته شوي دي. خلکو او افغان امنیتي ځواکونو دغه ځای ته د رسېدو لپاره قرباني ورکړې او ډېر کار یې کړی دی.

افغان ځواکونو له ناټو ځواکونو سره یوځای، له افغانانو سره د یوې اغېزناکې فضا جوړولو، خپلواک اقتصاد او ټولنیزو پرمختګونو په برخه کې مرسته کړې چې په پایله کې یې د خلکو د عمر منځنۍ کچه لوړه شوې، د ماشومانو مړینه کمه شوې او د ګڼ‌شمېر نجونو په ګډون ډېر ماشومان ښوونځيو ته ځي. نوې زېربناوې او د رسنیو بیروبار باید هېڅکله له پامه و نه غورځول شي.

د دې ترڅنګ، موږ د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د ښځو د حضور شاهدان یو؛ نو په افغانستان کې د یوې تلپاتې سولې راتلو لپاره اړتیا ده چې د ټولو افغانانو انساني حقونه وساتل شي، هغه لاسته‌راوړنې چې مخکې مو یې په اړه وویل، د ښځو او لږکیو په ګډون وساتل شي او د قانون ملاتړ وشي.

موږ د هغو ټولو هڅو ملاتړ کوو چې سولې ته د رسېدو لامل کېږي. ټول سوله غواړي، خو پرمختګونه باید ترې قربان نه شي. ټول افغانان نه غواړي چې شا ته ولاړ شي او که داسې وشي، سوله به تلپاتې نه وي. موږ د یوې ښې او بریالۍ راتلونکې لپاره اوږه په اوږه د افغانانو ترڅنګ درېږو.

سلام‌وطندار: افغانان، په تېره ښځې او لږکي راتلونکې ته ډېر اندېښمن دي، د دغو اندېښنو په برخه کې د وضعیت او له بن وروسته د ملاتړي په توګه د ناټو دریځ څه دی؟

سټیفانو پانټیکورو: ښه، بیا هم وایو چې نړیواله ټولنه د افغاني ټولنې په کچه د ښځو، ماشومانو او لږکیو د حقونو په اړه حساسه او اندېښمنه ده. څنګه مې چې وویل، په افغانستان کې د سولې تلپاتې کېدو لپاره اړتیا ده چې د ښځو، ماشومانو او لږکیو حقونه وساتل شي، د قانون او د بیان ازادي باید ملاتړ وشي.

زما لپاره د جمهوریت خوا ته د سولې په مرکچي پلاوي کې د ښځو حضور د خوښۍ وړ دی. دوی پیاوړې ښځې دي چې د سولې خبرواترو په ټولو اړخونو کې یوازې د ښځو حقونو په اړه خبرې کوي. ښځې په ټولنه کې د لومړني رول لوبوونکې دي. که بشري حقونه و نه ساتل شي او د ولسواکۍ برخه کې شوي پرمختګونه او قانون شا ته ولوېږي، په راتلونکي کې به د افغانستان د ادارو او بنسټونو لپاره سخته تمامه شي چې د نړیوالو ډونرانو ملاتړ خپل کړي. موږ د یوه یو موټي او ټول‌شموله افغانستان چې له ځان او ګاونډیانو سره په سوله کې وي، د ټولو وګړو حقونو ته یې درناوی وشي او ډاډ ورکړل شي چې افغانستان بیا د ترهګرو پر ځاله نه بدلېږي.

سلام‌وطندار: له «افغانستان ته د سولې راوستو هوکړې» وروسته پرله‌پسې داسې راپورونه راغلي چې طالبانو له القاعده شره خپلې اړیکې پرې کړي او تاوتریخوالی یې هم کم کړی، ایا تاسې د طالبانو د ژمنو عملي کولو په برخه کې کومه نښه وینئ؟

سټیفانو پانټیکورو: له طالبانو زموږ تمه دا ده چې د تاوتریخوالي کمولو او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کولو په ګډون، پر خپلو ټولو ژمنو ودرېږي. اوس دا موضوع مهمه ده چې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې د یوې جامع هوکړې لامل او تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي، د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي، قوانین پیاوړي او ډاډ ورکړي چې افغانستان بیا د ترهګرو پر خوندي ځاله نه بدلېږي.

موږ ټول پرمختګونه له نږدې څارو، څو ووینو چې طالبان پر خپلو ژمنو ولاړ دي. دغه راز، موږ د ناټو د غوڅ ماموریت له لارې د افغان ځواکونو مالي او نور ملاتړ ته ژمن پاتې کېږو.

د سولې خبرواترو اوسني حساس وضعیت او د جګړې تېزېدو ته په پام، فکر نه کوئ چې په افغانستان کې ستاسو تر ملاتړ لاندې نظام قانون او ولسواکۍ ته پر خپلو ژمنو عمل نه کوي؟ د بېلګې په ډول، په افغانستان کې د درې ګونو قواوو ترمنځ تفکیک ته سخت زیان اوښتی او پارلمان څنډې ته شوی دی.

د افغانستان اوسنی سیاسي نظام له څرګندو ستونزو سره مخامخ دي او موږ یې هره ورځ شاهدان یو. د ولسواکو قوانینو اصول، لکه د قواوو بېلوالی ډېر اهمیت لري او د دغو اصولو د پیاوړتیا لپاره باید جدي هڅې وشي. موږ د سولې خبرواترو مېز ته په بشپړه توګه د حکومت له داخلېدو سره سم د جمهوریت ټوټه ټوټه کېدو ته اندېښمن یو. د افغانستان رهبران اړتیا لري چې د سولې په برخه کې په یو موټي ډول هڅه وکړي او خپل جمهوریت پیاوړی کړي. د یووالي نه موجودیت یوازې د طالبانو په ګټه تمامېږي. د افغانستان مشرتابه باید خپل دریځ ټینګ او خپل هېواد ته لومړیتوب ورکړي او د افغانانو د سولې غږ ته ځواب ووايي. افغانان به هغه څوک هېر نه کړي او نه به یې وبښي چې د سولې پر وړاندې درېږي.

سلام‌وطندار: مننه چې د دې مرکې لپاره مو وخت راکړ.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام