Asset 1SWN

سلام وطندار

بغلان او نيمروز کې ۸ امنيتي ځواکونه وژل شوي

Police-3-p1qcc71m9szqwjftzfdgt6cw8a0tmmrsb8ujo9qtn8

په بغلان او نيمروز ولايتونو کې سرچينې وايي، د طالبانو په بريدونو کې ۸ امنيتي ځواکونه وژل شوي دي او ۹ نور ټپيان دي.

نيمروز کې يوه سرچينه  چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، طالبانو تېره شپه د دې ولايت د چخانسور ولسوالۍ « هليلی» سيمه کې پر يوې پوستې ډله‌ييز بريد کړی چې له کبله يې ۶ پوليس وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي او همداراز طالبانو د پوستې ټول تجهيزات له ځانه سره وړي دي.

د نيمروز امنيتي چارواکي په دې اړه رسنيو ته څه نه وايي.

له دې سره بغلان کې هم سرچينې سلام‌وطندار ته وايي، د پلخمري ښار يو شمېر سيمو او د مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د طالبانو بريدونو کې ۲ سرتېري وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

مرکزي بغلان ولسوالۍ کې يو شمېر امنيتي سرتېري وايي، له دې کبله چې د کندوز ـ پلخمري لويه لار د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، سيمې ته مرستندويه ځواکونه نه دي رسېدلي او هغوی ټپيان پر «خرو» د ولسوالۍ مرکز ته لېږدولي دي. د ټپيانو روغتيايي حالت خراب ښودل شوی.

طالبانو د يادو بريدونو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يوه بل خبر له مخې بغلان کې امنيتي سرچينې وايي، د پلخمري ښار دويمه امنيتي حوزه کې د محلي پوليسو يو قومندان له خپلو دوه ساتونکيو او له لس ميلو وسلو سره طالبانو سره يوځای شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام