سلام‌وطندار وغوښتل د ملي مصالحې د عالي شورا د جوړښت او د سولې په مذاکراتو کې د یادې شورا د دندو او تر سره شویو فعالیتونو په اړه معلومات ترلاسه کړي؛ خو د مصالحې عالي شورا ویندویان او نور غړي د معلوماتو ورکړې ته حاضر نه شول.

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې په دوحه کې د افغانستان حکومت او طالبانو د مرکچې پلاويو د سولې د مذاکراتو پر کړنلارې هوکړه وکړه او ټاکل شوې چې د سولې رسمي خبرې پيل شي؛ خو د لته بیا د ملي مصالحې عالي شورا تشکیلات نه دي بشپړ شوي.

سلام‌وطندار هڅه وکړه د دې او نورو اړونده موضوعاتو په اړه د ملي مصالحې عالي شورا نظر واخلي؛ خو له دوو ورځو اړیکو نیولو سره سره د دې شورا ویاندویان او نور مسولان حاضر نه شول پوښتنې مو ځواب کړي.

د ملی مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون، د ملی مصالحې د اړیکو او رسنیو مسوول حشمت رادفرد، د یادې شورا سیاسي سلاکار مجیب‌الرحمان رحیمي، د شورا د رهبرۍ غړي او نور مسولان زموږ پوښتنې یو بل ته راجع کوي او لا هم د دې شورا له ادرسه څوک ځواب ویلو ته نه دي حاضر شوي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ یا نی بنسټ اجرایوي رییس عبدالمجیب خلوتګر د مسولانو دا کړنه له قانون څخه سرغړونه بولي او وایي چې اطلاعاتو ته لاس‌رسی د اساسي قانون پر بنسټ د وګړيو اساسي حق دی او هرڅوک یا بنسټ چې په دې برخه کې ناغېړي کوي؛ دا له اساسي قانون څخه سرغړونه ده.

بل لور ته د چارو کتونکي بیا وایي چې د ملې مصالحې شورا مشران په نورو کارونو بوخت دي او ملي مسايلو ته پام نه کوي.

کتونکي په دې اند دي چې یاده شوار باید هره ورځ د سولې د څرنګوالي په اړه ولس ته معلومات ورکړي.

د چارو کتونکی سبحان الله مصباح له دې سره خوا کې وایي چې په دې مهو شېبو کې چې د سولې مسله مطرح ده؛ د مصالحې عالي شورا د تشکیلاتو پر سر ناندرۍ کولای شي د سولې پر وړاندې خنډونه را پیدا کړي.

نوموړی زیاتوي چې په ټوله کې حکومت او په ځانګړې توګه د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله چی ټوله پاملرنه یې په واک کې شریکېدو او بهرنیو سفرونو ته ده او شورا لا بشپړ تشکیلات نه لري؛ ملي مسلې ته پام نه کوي.

د مصباح په وینا، که په دوحه کې په اصلي اجنډا خبرې پیل شي نو هرومرو به له ستونزو سره مخ وي؛ ځکه چې دوی لا هم په سټنډرډونو ولاړ میکانیزم یا د مصالحې عالي شورا نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې د سولې ملي مصالحې عالي شورا په مشرتابه کې ۲ نور نوي غړي هم ور زیات شوي دي او ښایي راتلونکې اوونۍ د شنبې ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ ارګ کې غونډه وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام