ولسي جرګه: د حکومت د سولې وروستۍ طرحه دې موږ سره شریکه شي

د ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډه کې یو شمېر وکیلانو ټینګار وکړ چې د افغان سولې په اړه د استانبول کېدونکې غونډې ته دې د ډېرو طرحو د وړاندې کېدو مخه ونیول شي او د دولت له ادرسه دې د سولې په اړه واحده طرحه وړاندې شي. دوی وغوښتل چې د افغان حکومت له لوري د سولې وروستۍ طرحه دې ولسي جرګې سره هم شریکه شي.

د ملي مصالحې عالي شورا غړي او ویاندویان رسنیو ته د معلوماتو له ورکړې ډډه کوي

سلام‌وطندار وغوښتل د ملي مصالحې د عالي شورا د جوړښت او د سولې په مذاکراتو کې د یادې شورا د دندو او تر سره شویو فعالیتونو په اړه معلومات ترلاسه کړي؛ خو د مصالحې عالي شورا ویندویان او نور غړي د معلوماتو ورکړې ته حاضر نه شول.

 په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې په دوحه کې د افغانستان حکومت او طالبانو د مرکچې پلاويو د سولې د مذاکراتو پر کړنلارې هوکړه وکړه او ټاکل شوې چې د سولې رسمي خبرې پيل شي؛ خو د لته بیا د ملي مصالحې عالي شورا تشکیلات نه دي بشپړ شوي.