Asset 1SWN

دانش: د ویاندویانو فعالیت د حکومت کړنې کمزورې ښيي

124414058_1569250106612440_6943796984145331567_o-oy5swkt7673poh8yo0gn3zc87z6p1vh6n3cfdqv6ok

 

د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش نن «په محلونو کې د اطلاعاتو پروسې پیاوړي کولو ملي کنفرانس» تر نامه لاندې په کابل کې یوه غونډه کې د حکومت د ویاندویانو له فعالیت څخه نیوکه وکړه او ويې ويل، یو شمېر له دغو ویاندویانو له مسایلو بې خبره دي او غیر مسلکي عمل کوي.

د ولسمشر دویم مرستیال دغه راز څرګنده کړې، د ویاندویانو کمزوری فعالیت د حکومت دریځ تر پوښتنې لاندې راولي.

نوموړي زياته کړه:« د واليانو په رسمي پاڼو کې ځينې داسې څه خپرېږي چې فکر کېږي حتمأ به د هغو ولایتونو ویاندویان په جریان کې نه وي.»

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وايي، هڅه کېږي چې د حکومتي ویاندویانو پر وړاندې ننګونې حل شي او د ویاندویانو ظرفیت لوړولو لپاره پروګرامونه په پام کې ونیول شي.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري دغه پروګرام کې وویل، که څه هم د ویاندویانو رسنیزو فعالیتونو کې کاري کمزورتیاوې شته، خو هغوی د دولت ملاتړ ته اړتیا لري.

د حکومت د ویاندویانو پر کړنو تل نیوکه شوې ده.

خبریالانو تل اطلاعاتو ته پر نه لاس‌رسي، د حکومت ویاندویانو پر سلیقه‌یي چلند او د هغوی له خوا د معلوماتو وړاندې کولو کې ځنډ څخه شکایت کړی دی.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام