د روان کال تر پایه به د افغانستان کورني ناخالص تولیدات ۳۰ سلنه کم شي

نړیوال بانک ویلي چې د روان کال تر پایه به د افغانستان د کورني ناخالصو تولیداتو کچه ښايي تر ۳۰ سلنې راکمه شي. نړیوال بانک د افغانستان وضعیت په اړه په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې د دغه هېواد د کورني ناخالص تولیداتو کمښت له ۲۰۰۷ کال راپدېخوا کم‌ساري دي او کورنۍ یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر ۳۰سلنه زیات شوی

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته د اړمنو کسانو په شمېر کې ډېروالی راغلی دی. یادې کمېټې نن پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، دې هېواد کې بشردوستانه مرستو ته د اړمنو کسانو کچه د تېر کال په پرتله ۳۰سلنه لوړه شوې. یادې کمېټې زیاته کړې، اوس په افغانستان کې ۲۴.۴ میلیونه کسان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.