اروپايي ټولنې ویلي، د دغې ټولنې ۱۵ غړو هېوادونو هوکړه کړې چې ۴۰۰۰۰ افغانان به په خپلو هېوادونو کې مني او د مېشتېدو اسانتیاوې به ورته برابروي. د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنرې یلوا یوهانسون پرون د اروپايي ټولنې هېوادونو د کورنیو چارو او عدلیې وزیرانو ترمنځ له ناستې وروسته دغه اعلان وکړ.

 د هغه سند پر بنسټ چې د فرانسې خبري اژانس پرې رپوټ ورکړی، المان ۲۵زره، هالنډ ۳۱۵۹، او اسپانیا او فرانسې هر یوه د ۲۵۰۰ افغانانو د مېشتېدو ټغر وهلی. تمه ده یو‌شمېر نور هېوادونه هم کم‌شمېر افغانانو ته پناه ورکړي. د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنرې ویلي: «زه فکر کوم چې دغه ګام د کمساري پیوستون ښکارندوینه کوي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د ګډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له دې وړاندې له اروپايي ټولنې غوښتي وو چې په پنځو کلونو کې ۴۰۰۰۰ افغانانو ته پناه ورکړي، خو د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو له دې غوښتنې سره مخالفت کړی وو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 د رپوټونو پر بنسټ، نږدې ۸۵۰۰۰ افغانان اروپايي ټولنې ته نږدې هېوادونو کې مېشت شوي دي. له دې وړاندې د اروپايي ټولنې د کډوالو یوه بنسټ ویلي وو چې د افغانانو د پناه‌غوښتنې کچه ۷۲ سلنه زیاته شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام