رینا امیري: اسلامي نړۍ دې د افغان ښځو او نجونو له حقونو دفاع وکړي

د افغان ښځو او بشر حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د یوشمېر اسلامي هېوادونو له سفیرانو سره لیدلي او ویلي یې دي چې په دې لیدنه کې هوکړه شوې، څو «اسلامي نړۍ د افغان ښځو او نجونو له حقونو دفاع وکړي.» امیري پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، د اسلامي امارت سیاستونه ښځې او نجونې له زده‌کړو او کار څخه محروموي.

حذیفه: د اسلامي امارت پروړاندې درېدل، د اسلام له دایرې د وتلو خطر لري

د فاریاب امنیه قومندان مولوي نېک‌محمد حذیفه ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت «سپېڅلی الهي نظام» دی او په وینا یې، د دغه نظام قانون قران او سنت دی او بیرغ یې د «الله» او د «رسول» بیرغ دی، نو له همدې امله د دغه نظام پر وړاندې درېدل او یا هم جګړه ورسره کول، د اسلام له داېرې د وتلو خطر لري.