د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال رحمت‌الله نجیب پرون کابل کې د یوې ولسي غونډه پرمهال وویل چې د مخکیني جهموري نظام پر مهال جوړ شوی د هېواد ښوونیز نصاب له اسلامي شریعت سره په ټکر کې دی.

نوموړي دغې غونډې ته د خبرو پرمهال همداراز وویل چې د ښوونځيو د نجونو چلن، د زده‌کړو چاپیریال، روزنه او د هغوی ناسته او ولاړه له شریعت سره ورته‌والي نه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه: «هغه ښوونیز نصاب چې وړاندې یې جوړ کړی وو، که چېرته یې له اسلام او فقې سره پرتله کړئ، وبه وینئ چې د دوی زده‌کړې، روزنه، چلن، د نجونو تګ راتګ او ناسته او ولاړه او هغه ډول درس لوستلو ته اسلامي شریعت اجازه نه ورکوي.»

بل‌خوا د مخکیني جمهوري نظام د پوهنې برخې یوشمېر چارواکي د هېواد د ښوونیز نصاب په اړه د اسلامي امارت د استخباراتو ریاست د مرستیال څرګندونې ردوي او هغه بې‌بنسټه بولي.

د دغو چارواکو په وینا، د مخکیني حکومت پرمهال د هېواد جوړ شوی ښوونیز نصاب د اسلام په خلاف نه، بلکې د سیمې هېوادونو په پرتله د اسلامي احکامو په رڼا کې جوړ شوی دی.

د پوهنتون استاد او د جمهوري نظام پرمهال د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب علمي غړی، ډاکټر فضل هادي وزین د اسلامي امارت د استخباراتو د مرستیال څرګندونې بې‌‌بنسټه بولي او وايي، د هېواد ښوونیز نصاب د دیني علماوو او د تحصیل کړیو استادانو تر نظر لاندې جوړ شوی دی.

له دې سره هم‌مهاله د جمهوري نظام پرمهال د پوهنې وزارت مسلکي معین صدیق پتمن هم د دغو ادعاوو په رد سره وايي، د افغانستان د پوهنې نصاب په هېڅ توګه د اسلام دین سره په ټکر کې نه دی.

په ورته وخت کې د مخکیني حکومت د پوهنې وزارت د نشراتو او تعليمي نصاب رییس کبیر حقمل سلام‌وطندار ته وايي، د اسلامي امارت مسوولان باید د ښوونځي کتابونه مطالعه کړي او که د اسلام خلاف یې څه په‌کې پیدا کړل، دی یې ځواب ویلو ته اماده دی.

حقمل زیاتوي چې د پوهنې وزارت د ټولو کتابونو له ډلې له ۱۸۰ تر ۲۰۰ پورې کتابونه یوازې د اسلامي تعلیماتو پورې تړاو لري. د نوموړي په وینا، د ښوونځي هر کتاب د الله «ج» په نوم، نعت‌ او په ملي سرو سره پیل شوی دی.

د حقمل په اند، یو له مضمونونو څخه چې اسلامي امارت ورسره مخالفت کاوه، د فرهنګ په نوم مضمون دی چې دغه کتاب کې هم د خپلواکۍ په څېر د ملي جشنونو او نوروز نمانځلو په اړه بحثونه کېږي.

په همدې حال کې د ښوونځي زده‌کوونکې سلام‌وطندار ته وايي، د نجونو زده‌کوونکو لباسونه او د دوی ناسته ولاړه په بشپړه توګه له اسلامي شریعیت سره سم دي.

دغه زده‌کوونکې د اسلامي امارت د استخباراتو د مرستیال څرګندونې له زده‌کړو څخه د نجونو زده‌کوونکو د راګرځولو لپاره یوه پلمه بولي.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت مسوولانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو ښوونځي له دې امله وتړل چې د نجونو زده‌کوونکو لباسونه له اسلامي او افغاني فرهنګ سره په ټکر کې وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت مسوولانو په وار وار رسنیو ته ویلي، د ښوونځیو د پرانیستو طرحې په بشپړېدو سره به ټول ښوونځي پرانیستل شي، خو د پوهنې وزارت څه مودې وړاندې وویل، د نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستو لپاره د اسلامي امارت د مشرتابه لارښوونې ته په تمه دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام