Asset 1SWN

قراردادي روغتيايي بنسټونو ته د طالبانو خبرداری

111058795_051813186-p4honk1070f94wpqtojw4q8aawo449vafikmfsr05w

طالبانو تر خپلو کنټرول لاندې سيمو کې هغو قراردادي روغتيايي بنسټونو ته خبرداری ورکړی، که چېرې خپل مسووليتونه په سمه توګه ترسره نه‌کړي، فعاليتونه به يې وځنډوي.

وسله‌والو طالبانو په يوه خپره شوې اعلاميه کې ويلي، سره له دې چې يو شمېر قراردادي روغتيايي بنسټونه له اړوندو بنسټونو پوره بوديجه ترلاسه کړې؛ خو له کاره يې اوږې سپکې کړي او د مسووليتونو په ترسره کولو کې يې ناغېړي کړې.

په اعلامیه کې راغلي، دغه بنسټونه له مسووليته تېښتې لپاره پلمې لټوي چې له کبله يې د بوديجې حيف او ميل او اداري فساد لپاره لار هوارېږي.

طالبانو له دغو بنسټونو غوښتي، د هغې طرحې پر بنسټ چې له مخې يې دوی بوديجه ترلاسه کړې، ټول روغتیايي او خدماتي پرسونل استخدام کړي او د درملو او روغتیا اسانتیاوې په وخت سره ورسوي.

طالبانو همداراز له دغو بنسټونو غوښتي چې د ډاکټرانو، د روغتيايي او نورو خدماتي مرکزونو د کارکوونکيو معاشونه هم په خپل وخت ورکړي.

د اعلاميې له مخې، قراردادي روغتيايي بنسټونو ته د روان ميلادي کال د «اپرېل» مياشتې تر نيمايي پورې وخت ورکړل شوی تر څو خپل مسووليتونه په سمه توګه ترسره کړي.

دغې خبرپاڼه کې ټيڼګار شوی، که چېرې دغه بنسټونه خپل مسووليتونه په سمه توګه ترسره نه‌کړي نو بيا به طالبان هم خپل کار ورسره وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام