خوست کې داعش پورې اړوند ۱۴کسان نیول شوي

په خوست کې د اسلامي امارت مسوولان وایي چې په وروستیو څو ورځو کې یې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش پورې اړوند ۱۴ کسان د یاد ولایت له بېلابېلو سیمو څخه نیولې دي. د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رییس شبیر‌احمد عثماني سلام‌وطندار ته وايي چې نیول شویو کسانو غوښتل په دغه ولایت کې «ورانوونکي او ترهګریز» بریدونه ترسره کړي چې په دې ولایت کې د اسلامي امارت ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

سند؛ له طالبانو سره د بغلان د امنیه قوماندان «همکاري»

سلام‌وطندار ته په لاس ورغلی یو مکتوب ښيي چې د بغلان امنیه قوماندان «له طالبانو سره د امنیتي ځواکونو پر وړاندې ترهګریزو بریدونو کې» همکاري کړې ده.
په دغه مکتوب کې په نامستقیم ډول لیکل شوي چې په بغلان کې د طالبانو د استخباراتو مسوول «قاري ظاهر» په دغه ولایت کې د ترهګریزو بریدونو لپاره د بغلان له امنیه قوماندان څخه همکاري غوښتې ده.