د افغانستان د کرېکټ بورډ غوراوې کمېټې ایرلنډ لوبډلې سره د راتلونکو پنځو شل اووره سیالیو لپاره نن د شل کسیزې لوبډلې د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

په دې تړاو جوړ شوي یوه خبري کنفرانس ته د افغانستان د کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې رییس نورالحق ملکزي وویل چې د یادې لوبډلې ټول لوبغاړي یې د ټاکل شویو معیارونو له مخې، ټاکلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په اعلان شوي نوملړ کې محمد نبي لوبډلمشر او ترڅنګ یې حضرت‌الله ځاځی، رحمان‌الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، نجیب ځدراڼ، حشمت الله شهیدي، دروېش رسولي، کریم جنت، افسر ځاځی، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، راشدخان، نوراحمد لکڼوال، فضل‌الحق فاروقي، فرید ملک او نوین الحق به په ۱۶کسیز او قیس احمد، عثمان غني، نجات مسعود او مجیب ځدراڼ به په ۲۰کسیز نوملړ کې د افغان لوبډلې برخه وي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کرېکټ‌ بورډ د معلوماتو له مخې، ایرلینډ کرېکټ لوبډلې سره دغه پنځه شل اوریزې سیالۍ به د اسیا کرېکټ جام وړاندې د روانې اګسټ میاشتې په نهمه نېټه په انګلستان کې پیل او تر ۱۷مې نیټې به دوام وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام