ولسمشر: د افغانستان د ورانۍ لپاره پردیو طرحو ته نه تسلیمېږو

ولسمشر غني نن په ارګ کې د ملي بیرغ ورځې د نمانځنې په غونډه کې وویل، هېڅکله به د پردیو هغو طرحو ته تسلیم نه شي چې له هېواده بهر جوړېږي او غواړي افغانستان د جګړې پر ډګر بدل کړي.
هغه له طالبانو وغوښتل، که ملي ګټو ته ژمن وي، د هېواد د ورانۍ لامل دې نه کېږي.

طالبانو د ماشومانو جلب و جذب ته ملا تړلې

سره له دې چې تر دې مخکې هم په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، د دې ډلې له لوري د ماشومانو د جلب و جذب په اړه راپورونه خپاره شوي، خو اوس د یادو سیمو یوشمېر اوسېدونکي له سلام‌وطندار سره په خبرو کې دا موضوع تاییدوي او وايي، هغه ډېری وسله‌وال چې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل کېږي، په زوره د طالبانو لیکو ته جذب شوي دي.