Asset 1SWN

ننګرهار کې ټرافیکې پېښې درې کسان مړه کړي

146570201_758435918389594_3749973879967088347_n

د ننګرهار چارواکي وايي چې نن له غرمې وروسته نږدې یوه بجه د دغه ولایت په کامې ولسوالي کې ټرافیکې پېښه شوې چې له کبله یې درې کسان مړه او درې نور ژوبل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام‌وطندار ته وویل چې یاده پېښه د کامې ولسوالي په اخوند کلا سیمه کې د یوې هېنو او رېکشا د ټکر له امله شوې ده.

هغه وايي، په ټپيانو کې یو ماشوم او یوه مېرمنه هم شامل دي چې روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ دی.

ویل شوي چې پېښه د هېنو موټر د چلوونکي بې‌پامۍ له کبله شوې ده.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهرعادل هم ویلي چې روغتون ته له یادې پېښې درې جسدونه او درې ټپیان ور وړل شوي چې د یوه ټپي روغتیايي حالت نازک دی.

ټرافیکې پېښې په افغانستان کې له جګړې وروسته د خلکو لپاره تر ټولو خونړۍ تمامې شوي او د موټرچلوونکو د بې‌غورۍ له کبله په‌کې ګڼ‌شمېر افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام