ناپېژنده وسلهوالو په ننګرهار کې څلور واکسیناتوران وژلي
د ننګرهار چارواکي وايي، ناپېژنده وسلهوالو نن سهار په دغه ولایت کې په څلورو جلا پېښو کې د پولیو څلور رضاکاران وژلي او درې یې ټپیان کړي دي.
دا پېښې د ننګرهار په سرهرود او خوږیاڼو ولسوالیو او جلالاباد ښار کې د سهار له اوو بجو تر نهو بجو پورې شوې دي.