Asset 1SWN

د بیان ازادۍ په اړه د حکومت د لیدلوري بدلېدل

 

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړی بنسټ یا نی وايي، افغان حکومت د بیان او رسنیو د ازادۍ په اړه بد لیدلوری پیدا کړی. د نی د چارواکيو په خبره، په داسې حال کې چې طالبان او داعش د بیان د ازادۍ لوی دښمنان دي، که حکومت هم اطلاعاتو ته د لاس‌رسي او د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې ګامونه پورته نه کړي، حکومت هم د بیان ازادۍ دښمن ګڼل کېدای شي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا د نی چارواکيو نن په کابل کې د يوې خبري غونډې پرمهال اطلاعاتو ته د لاس‌رسي وضعیت څېړلو او دغه راز د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو په تړاو د خپلو موندنو راپور خپور کړ.

د نی اجرايي رییس مجیب خلوتګر دغه غونډه کې د خبرو پرمهال وویل، لاهم اطلاعاتو ته لاس‌رسی د خبریالانو له اصلي ستونزو شمېرل کېږي او د دې بنسټ موندنې ښيي چې د رسنیو او د بیان د ازادۍ په اړه د حکومت لیدلوری بدل شوی دی.

د نی اجرايي رییس دغه راز وویل، د طالبانو او داعش ډلې د بیان ازادۍ او رسنیو لوی دښمنان ګڼل کېږي او که چېرې حکومت هم اطلاعاتو ته د لاس‌رسي او خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې اجرايي ګامونه پورته نه کړي، ښايي چې افغان دولت هم د بیان د ازادۍ دښمن وګڼل شي.

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د نی دا خبره نه مني او وايي، د بیان له ازادۍ ملاتړ د حکومت له مهمو مکلفیتونو څخه دي او هڅه کېږي چې د بیان ازادي وساتل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی زیاتوي، که څه هم د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې کمې شوي؛ خو د وهلو ډبولو په ګډون د فزیکي تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي او دغه کار د اطلاع رسونې پروسه ټکنۍ کړې ده.

د دغه بنسټ چارواکي دا هم وايي چې د سولې پروسې اړوند ادارې د اطلاعاتو نه ورکولو له پلوه په سر کې ځای لري او ورپسې ولسمشرۍ ماڼۍ، د مالیې وزارت او اقتصاد وزارت شامل دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام