د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وايي، هغه لیکوالان چې اقتصادي ستونزې لري، کتابونه او نور ناچاپ شوي اثار به یې په وړیا توګه چاپ کړي.
د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن یکشنبه د تلې دویمه د کابل طبي علومو پوهنتون کې د کتابونو د یوه نندارتون په پرانستغونډه کې کړې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین حیاتالله مهاجر فراهي دې پرانېستغونډې ته ویلي، لیکوالان چې اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، کتابونه به یې وړیا چاپ کړي.
هغه وویل: «موږ د هغو لیکوالانو کتابونه په وړیا توګه چاپوو چې اقتصادي ستونزې لري او همداراز له استادانو او ښوونکو غواړو چې د دولتي رسنیو د منځپانګې د غني کولو لپاره دې خپل مطالب راواستوي.»
د کابل د طبي علونو پوهنتون (ابوعلي ابن سینا) مسوولان وايي چې دې درې ورځنۍ نندارتون کې یې د طبي، سیاسي، ټولنیز علومو او عمومي معلوماتو بېلابېل ډوله کتابونه نندارې ته کېښودل شوي دي.
د یاد پوهنتون سرپرست اسدالله نجات وویل: «موږ باید تل د کتابونو نندارتونونه جوړ کړو او دې نندارتون کې طبي، ټولنیز، تاریخي، ادبي او د عمومي معلوماتو کتابونه نندارې ته کېښودل شوي دي.»
په ورته مهال یاد نندارتون ته ورغلي یوشمېر کسان وايي چې کولای شي په ورته نندارتونونو کې په ارزانه بیه کتابونه وپلوري.
د نندارتون یوه ګډونوال احمدولي وویل: «نظر مې دا دی چې دا نندارتونونه اغېزمن دي. دلته کتابونه په ۶۰۰ افغانۍ دي، بازار کې په ۱۱۰۰ او ۱۲۰۰ افغانۍ پلورل کېږي، په نیمه بیه دي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې د افغان ناشرانو ټولنې مسوولان وايي چې دا مهال په ټول هېواد کې ۱۵۰ خپروندی فعالیت کوي چې ډېری یې د دیواليکېدو له ګواښ سره مخ دي.