د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخندزاده د کندهار په عیدګاه جومات کې د کوچني اختر لمونځ  ادا کړ. هغه د اختر لمانځه تر ادا کولو مخکې د اختر د رارسېدو په مناسبت په یوه وینا کې  په هېواد  کې  د «اسلامي نظام د ټينګښت، د امنيت او ازادۍ د تامين» مبارکي  ورکړه.

په هغه غږیز پیغام کې چې د اسلامي امارت د مشر له خوا خپره شوې، هغه د ولس د صبر ( استفامت) غوښتنه کړې ده. هبت‌الله ویلي: « د خدای له دربار څخه ټول ولس ته صبر غواړو. الله دې ټولو ته اسلامي ورورولي او جهادي توفیق ورکړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت مشر همداراز په هېواد کې د امنیت ټیګښت او د اسلامي نظام د دوام غوښتنه کړې او د اسلامي امارت د مسوولانو له خوا خلکو سره  د عدالت تامین او ترحم او مهربانۍ د توفیق غوښتنه کړې.

هغه د خدای له دربار څخه غوښتي چې د حق او دین لپاره د اسلامي امارت مسوولانو ته توفیق ورکړي او هغوی ناکام نه کړي. هغه همداراز غوښتنه کړې چې خلک له کورني اختلافاتو څخه وژغوري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اسلامي امارت د نورو اسلامي هېوادونو خلاف نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړ. هبت‌الله اخوندزاره په کندهار کې په لومړي ځل لپاره د اسلامي امارت په چوکاټ کې د اختر لمونځ امامت وکړ او داسې مهال یې په هېواد کې د امنیت د تامین او د سولې د ټینګښت مبارکي ورکړه چې د روژې میاشت ټولو هېوادوالو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام