د افغان ښځو د غوراوي حق لرلو د کچې ارزونه

په شپږو ولایتونو کې له ۵۳۰ افغان ښځو او نجونو سره د مرکو پر بنسټ د سلام‌وطندار د سروې موندنې ښيي چې ۶۱،۱ سلنه ښځې او نجونې چې په دې سروې کې یې ګډون کړی، د ژوند په چارو کې د غوراوي حق نه لري او ۳۹،۹ سلنې یې بیا ویلي چې په ځینو برخو کې د غوراوي حق ورکړل شوی دی. د سروې ګډونوالو بېلابېل عمرونه لرل او ډېره برخه یې له ۲۰ تر ۲۵ کلونو پورې ښځې جوړوي او دا د سروې د ټولو ګډونوالو ۴۹،۲ سلنه کېږي.

د ا.ا له لوري د نړیوالو رسنیو پر نشراتو بندیز؛ اطلاعاتو ته لاسرسی محدود شوی

د خبریالانو نړیوال فدراسیون د افغانستان له یوه رسنیز بنسټ سره په همکارۍ په تازه نظرپوښتنه کې ویلي، د اسلامي امارت له لوري په هېواد کې د نړیوالو رسنیو پر نشراتو د بندیز پرېکړه لامل شوې چې دغه هېواد کې عمومي اطلاعاتو ته لاسرسی او د بیان ازادۍ ته ستر زیان ورسېږي.

تازه نظرپوښتنه؛ د ټولنې نیمايي برخه د هېواد پر راتلونکي برخلیک نه پوهېږي

«د سولې او ولسواکۍ کور» بنسټ له لوري یوه تازه نظرپوښتنه چې په ۳۴ ولایتونو کې یې د افغانستان راتلونکي سیاسي نظام په اړه له خلکو پوښتنې کړي، ښيي چې د ټولنې نیمايي وګړي نه پوهېږي چې د هېواد وضعیت پر کومه روان دی.