د خبریالانو نړیوال فدراسیون د افغانستان له یوه رسنیز بنسټ سره په همکارۍ په تازه نظرپوښتنه کې ویلي، د اسلامي امارت له لوري په هېواد کې د نړیوالو رسنیو پر نشراتو د بندیز پرېکړه لامل شوې چې دغه هېواد کې عمومي اطلاعاتو ته لاسرسی او د بیان ازادۍ ته ستر زیان ورسېږي.

په نظرپوښتنه کې ۵۲ سلنه کسانو ویلي چې د مخکیني حکومت له ړنګېدو وروسته د ملي رسنیو په پرتله، نړیوالې رسنۍ ډېرې څاري او د یادې نظرپوښتنې د پایلو پر بنسټ، ۸۹ سلنه کسان هم پر هغو نړیوالو رسنیو باور لري چې افغانستان کې فعالیت کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې ۶۷ سلنه خلکو په دغه نظر پوښتنه کې ویلي، که څه هم پر ملي او محلي رسنیو محدویتونه زیات دي او سلګونه یې تړل شوي، خهو بیا هم باور پرې لري.

د دغه بنسټ په وینا، اطلاعاتو ته نه لاسرسی، ځان‌سانسورول، له غچ اخیستو څخه وېره او اقتصادي ناورین لامل شوی، ملي او محلي رسنۍ د پخوا په څېر خپرونې ونه‌شي کړای.

نظرپوښتنه کې راغلي چې اسلامي امارت د نړیوالو رسنیو نشرات یوازې افغانستان کې خلکو ته د اطلاع رسولو لپاره محدود کړي دي. د خبریالانو نړیوالو فدراسیون له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د نړیوالو رسنیو پر نشراتو لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

له دې وړاندې د خبریالانو نړیوال فدراسیون له لوري په شوې یوې نظرپوښتنه کې راغلي وو چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وړاندې د ۶۲۳ رسنیو له ډلې چې ۳۰۵ یې فعالې وې، اوس هم فعالیت کوي.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون مشر انټوني بلنګر ویلي چې افغانان په سيسټماټیکه توګه اطلاعاتو ته د لاسرسي له حق څخه  محرومېږي او له اسلامي امارت یې غوښتي چې افغانستان کې د نړیوالو رسنیو پر نشراتو لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

اسلامي امارت د اپرېل میاشتې په لومړیو کې د نړیوالو رسنیو پر نشراتو چې د افغانستان د محلي رسنیو له لارې خپرېدې، بندیز والګوه. د اسلامي امارت دغه اقدام له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د رسنیو پر نشراتو د څار مسوول عبدالحق حماد هغه مهال سلام‌وطندار ته ویلي وو، دغه کار یې له دې امله کړی چې د نړیوالو رسنیو نشراتو کې افغاني او اسلامي فرهنګ ته پام نه کېده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام