د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع یا مجما د ۲۰۱۸ کال په جینوا غونډه کې د حکومت د لاسته راوړنو په اړه خپله نظرپوښتنه خپره کړه.

د دغه بنسټ نظرپوښتنه ښيي چې خلک د حکومت د کړنو په اړه مثبت لیدلوری نه لري او دغه کار لامل شوی چې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن لا ډېر شي.

د مجما رییس عزیز رفیعي وايي، دغه نظرپوښتنه په ۱۳ ولایتونو کې له یو ۱۷۵۰ کسانو سره د مرکو له لارې شوې چې یاد شمېر کسان د امنیت، فساد، ټاکنو، حکومتولۍ، د مرستو ګټورتوب، بشري حقونو او اقتصاد په اړه پوښتل شوي دي.

د دوی په خبره، د نظرپوښتنې پایلې ښيي چې ۹۳ سلنه خلک د حکومت پر کړنو هېڅ ډول باور نه لري.

رفیعي زیاتوي، حکومت پر خپلو هغو ژمنو عمل نه دی کړی چې د ۲۰۱۸ کال په جینوا غونډه کې یې له نړیوالې تولنې سره کړې وې.

د مجما نظرپوښتنې له مخې، ۹۴ سلنه هغه کسان چې مرکې ورسره شوي، په دې اند دي چې له حکومت سره د طالبانو جګړه شرعي جواز نه لري او ۹۷ سلنه نور بیا غوښتنه کوي چې دغه جګړه باید د خبرو له لارې پای ته ورسول شي.

همدارنګه، د مجما نظرپوښتنه ښيي چې ۵۲ سلنه خلک د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرواترو پر بنسټ جوړ شوی توافقي حکومت نه غواړي او ۹۷ سلنه نور بیا په افغانستان کې د تېر په څېر د طالبانو له حکومت سره مخالف دي.

د مجما غړی حمدالله حقوق‌مل وايي، هغوی چې د طالباني حکومت پلوي کوي، هم په دې اند دي چې د طالبانو جګړه دیني اړخ نه لري.

د یادې نظر پوښتنې له مخې، ۹۸ سلنه کسان چې مرکې ورسره شوي، په دولتي ادارو کې د فساد موجودیت تاییدوي.

دوی دغه راز د بشري حقونو د سرغړونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د نظرپوښتنې له پایلو داسې ښکاري چې طالبانو او داعش ډلې په افغانستان کې په ترتیب سره ۸۷ او ۶۵ سلنه بشري حقونه تر پښو لاندې کړې دي.

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام