Asset 1SWN

د هلمند ګرشک کې په دوه میلیونه افغانیو «ورزشي جمنازیوم» جوړ شو

9d5f533f-1ed8-434b-afa0-10dab37f4594

د هلمند په ګرشک ولسوالي کې د دوه میلیونه افغانیو په لګښت یو «ورزشي جمنازیوم» جوړ او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه جمنازیوم بېګاه شپه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاد ورزشي جمنازیوم د «۱۰۰۰» نندارچیانو لپاره د ناستې ځای لري او د دوه میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سوداګر له لوري جوړ شوی دی.

د یاد جمنازیوم د پرانېستې پر مهال د هلمند او کندهار د فوټسال لوبډلو ترمنځ سیالي هم وشوې چې د هلمند اغانور شاهي لوبډلې په‌کې د کندهار ان‌اف‌سي فوټسال کلب ته ۵-۴ ماته ورکړه.

همداراز دویمه لوبه کې بیا د ګرشک منتخبې لوبډلې قیس غني لوبډلې ته ۴-۲ له ماتې سره مخ کړه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یاد جمنازیوم پرانېستو مراسمو ته د چارواکو ترڅنګ سلګونه کسان ورغلي وو او د یاد جمنازیوم پر جوړېدو یې خوښي څرګنده کړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام