Asset 1SWN

د هند کرېکټ غوره لیګ کې نن چینای له ګجرات سره لوبه کوي

5ef83178-9377-46a0-98d1-4f5a2786be60

د هند کرېکټ غوره لیګ «ای‌پي‌اېل» سیالیو په لړ کې نن شپه یوازې یوه لوبه کېږي چې چینای سوپر کنګز له ګجرات ټایټنز سره مخ دی.

ټاکل شوې چې یاده لوبه به نن شپه سه‌شنبه، وري اوومه، «ام‌اې چېډمبارام کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

چینای سوپر کنګز او ګجارت ټایټنز لوبډلې د ای‌پي‌اېل لیګ تېر پړاو پای‌لوبه کې هم لوبېدلې وې چې کنګز لوبډلې بیا په وروستي بال دغه لوبه وګټله.

د یاد لیګ سږني پړاو کې هم دواړو لوبډلو خپلې کړې یوازینۍ سیالي ګټلې ده. چینای د جدول په دویم او ګجرات درېیم ځای کې شتون لري.

ګجرات لوبډلې خپله لومړۍ لوبه کې د ممبی انډیینز لوبډلې کوربه و چې دې لوبډلې ته یې د سیالۍ وروستیو شېبو کې ماته ورکړه.

افغان لوبغاړي راشدخان، عظمت‌الله عمرزی او نوراحمد هم د دې لوبډلې برخه دي. راشدخان او عظمت‌الله عمرزي د ممبی پر وړاندې ښکلې لوبه وکړه او د لوبډلې بریا کې یې ښه رول ولوباوه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ۲۰۲۴کال ای‌پي‌اېل لیګ ۱۷م پړاو لوبې د مارچ ۲۲مه پیل او د مې میاشتې تر ۲۶مې به دوام وکړي. یاد لیګ کې لس لوبډلې د یوه بل پر وړاندې لوبېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام