Asset 1SWN

د ای‌پي‌اېل د لیګ پړاو وروستۍ دوه لوبې نن کېږي

360243

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن د لیګ پړاو وروستۍ دوه لوبې کېږي چې یوازې یوه لوبډله به «پلې اوف» یا نیمه پای‌لوبې ته لاره پیدا کړي.

د نن ورځې لومړۍ لوبه چې ټاکل شوې له غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې پیل شي، ممبی انډیینز به له سنرایزر حیدراباد سره ولوبېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دویمه سیالي به نن ماښام ۶:۳۰ بجې د رویل چلنجرز بنګلور او ګوجرات ټایټنز ترمنځ وشي.

د روان ای‌پي‌اېل لیګ پلې‌‌اوف پړاو ته درې لوبډلې وتلي دي. ګوجرات ټاټینز، چینای سوپر کنګز او لکناو سوپر جاینټز هغه لوبډلې دي چې پلې اوف ته یې لاره پیدا کړې ده.

نن ورځ به له دوو سیالیو وروسته یوازې یوه لوبډله پلې اوف ته لاره پیدا کړي. رویل چلنجرز بنګلور، ممبی انډیینز او راجستان رویلز هغه لوبډلې دي چې پلې اوف پړاو ته د تلو چانس لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادو سیالیو په لړ کې بېګاه لکناو سوپر جاینټز لوبډلې د یوې منډې په توپیر کلکته نایټ‌راډرز ته ماته ورکړه او پلې اوف پړاو ته یې لاره پیدا کړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام