Asset 1SWN

ای‌پي‌اېل لیګ کې نن پنجاب کنګز له ډيلي کپېټلز سره لوبه کوي

359990

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن ماښام پنجاب کنګز لوبډله له ډیلي کپېټلز سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د هېماچال پرادېش کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پنجاب کنګز لوبډله چې دا مهال په ۱۲ امتیازونو سره د جدول په اتم ځای کې شتون لري، د روان لیګ په وروستیو پنځو سیالیو کې یې یوازې دوه لوبې ګټلي او درې یې بایللي دي.

پنجاب کنګز لا هم د روان ای‌پي‌اېل لیګ پلې اووف سیالیو ته د لارموندنې چانس لري، خو شرط یې د پاتیو دوو سیالیو ګټل او د نورو لوبډلو ماتې دي.

ډیلي کپېټلز لوبډله چې یاد لیګ یې د مخته تلو چانس له لاسه ورکړی، دا مهال د جدول په وروستي ځای کې شتون لري. ډیلي لوبډلې تراوسه له کړیو دولس سیالیو څخه یوازې څلور لوبې ګټلي دي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په وروستیو پنځو شل اووره سیالیو کې پنجاب کنګز لوبډلې یوازې یو ځل بریا خپله کړې او څلور سیالیو کې بیا ډیلي بریالی شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یاد لیګ په بېګانۍ لوبه کې لکناو سوپر جاینټز لوبډلې ممبی انډیینز ته د پنځو منډو په توپیر ماته ورکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام