Asset 1SWN

د امربالمعروف وزارت: د ا.ا مشر د شکایتونو د اورېدو قانون توشېح کړ

GJliy5uWIAAImxs

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت مسوولان وايي چې د اسلامي امارت د مشرتابه له‌خوا د دولتي ادارو له مسوولانو او کارکوونکو څخه د خلکو د شکایتونو د اورېدو په موخه ۲۳ ماده‌ییز قانون توشیح کړی دی.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن سه‌‌شنبه، وري اوومه، کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وکړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د شکایتونو د اورېدو مرستیال سیدعلي صدیق‌الله دې غونډې ته وویل چې د یاد قانون د تصویب موخه د عامو وګړو دفاع، د هغوی د حقونو ساتل او د هغوی د عزت او ناموس ساتنه ده.

نوموړي وویل: «دا یې د بې‌دفاع خلکو لپاره جوړ، تصویب او توشیح کړی. اسلامي امارت د مظلمو خلکو شکایت اوري. د دې قانون په پلي‌کېدو سره د خلکو او امارت ترمنځ واټن له‌منځه ځي. د مظلوم اوښکې پاکېږي، یتیمان، بې‌وزله او چا باندې چې ظلم شوی، مال او عزت یې ساتل کېږي. دې وزارت د شکایتونو اورېدو لپاره معینیت جوړ شوی چې درې ریاستونه لري.»

هغه زياتوي چې تر دې وړاندې د هېوادوالو د حقونو د دفاع لپاره د یوې قانوني مرجع نشتون لامل شوى و چې دوی له هر ډول ظلم، ستم، جبري کدوالۍ، وهلو او وژلو سره مخ شي.

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د شکایتونو د اورېدو او تصنیف رییس موسی کلیم عاصم هم د شکایتونو د اورېدو د قانون په تړاو وویل: «دا قانون یو مقدمه لري، دوه فصله او ۲۳ مادې لري. ځینې یې تر پنځه فقرې هم لري، په دري او پښتو ژبو لیکل شوی. لومړۍ ماده یې د ا.ا مشر هبت‌الله اخند‌زاده له لوري د ۱۱۳حکم پر اساس ترتیب شوې. دویمه ماده یې د خلکو شکایتونو اورېدو ته زمینه برابروي.»

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت مسوولان ټینګار کوي چې د شکایتونو د اورېدو د نوي قانون له مخې، خلک کولای شي د دولتي ادارو په اړه خپل شکایتونه په لیکلي او شفاهي ډول د دغه وزارت د شکایتونو صندوقونو ته او یا هم په وړیا ډول د اړوند ټیلیفوني شمېرو له لارې دغه وزارت سره ثبت کړي.

د یاد وزارت مسوولانو دې غونډه کې همداراز وویل چې راټول شوي شکایتونه به په سمه توګه وڅېړي او هغه هېوادوال به چې خپل حقوق یې له لاسه ورکړی بېرته ترلاسه کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د شمېرو له مخې، يوازې کابل کې په تېر ١٤٠٢کال پرمهال له دولتي ادارو څه باندې څلورزره شکايتونه له دغه وزارت سره ثبت او ورته رسېدنه شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام