د اطلاعات او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران سلاموطندار ته وايي چې د یاد وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال عتیقالله عزیزي د «MCC» چینايي شرکت له نوي رییس سونګ ون بینګ سره لیدلي دي.
د غفران په وینا، د یاد وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال د لرغونو اثارو د خونديتوب په پام کې نيولو سره د لوګر د مسو عینک کان د استخراج او اکتشاف په برخه کې له امسيسي شرکت سره د هر اړخيزې همکارۍ ژمنه کړې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاته کړه چې د امسيسي شرکت مسوولانو ډاډ ورکړی چې د لوګر د مسو عینک کان د استخراج چارې به د لرغونو اثارو په ساتلو سره پرمخ وړي.
هغه وویل: «تراوسه د مس عینک کان څخه څه باندې ۱۰۰۰ لرغوني اثار لېږدول شوي او ځیې داسې اثار سیمه کې شته چې د لېږد وړ نهدي او امسيسي شرکت ډاډ ورکړی چې د تاریخي اثارو د ساتنې ترڅنګ به کیندنو ته دوام ورکوي.»
د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان بیا وايي چې د لوګر مس عینک کان د استخراج پر وړاندې شته ټول خنډونه لهمنځه وړل شوې دي.
د امسيسي شرکت د معلوماتو له مخې، د لوګر د مسو عینک کان د استخراج پلان د چین حکومت لهخوا منظور شوی دی. د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان زیاتوي چې د دغه وزارت تخنیکي ټیمونه د لوګر د مس عینک کان د استخراج پر پلان کار پیل کړی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي: «امسيسي شرکت بدیله طرحه وړاندې کړې چې تر ځمکې لاندې کار وکړو او زموږ تخنیکي ډلې د دې طرحې د هر اړخیزې ارزونې په حال کې دي.»
باید وویل شي چې د لوګر د مس عینک کان د استخراج تړون په ۱۳۸۷ کال کې د چین له امسيسي شرکت سره د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شوی دی.