Asset 1SWN

د خوست مرکز «غرشېن» اوسېدونکي د ژوند لومړنیو اسانتیاو له نشتون شکایت کوي

9999999999999999999999

«غرشین» چې د خوست د مرکز اړوند ۱۴کیلومترۍ کې پرته سیمه ده، اوسېدونکي یې وايي، تراوسه لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري او له کبله یې ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی وویل، د تېرو جګړو پرمهال یې د کلینک او ښوونځي ودانۍ ویجاړې شوي او دامهال په دغو نیمه ویجاړو ودانیو کې دوه کورنۍ ژوند کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د غرشین سیمې اوسېدونکي محمدولي شاه وايي، خپلې ستونزې یې تر والي رسولي، خو په وینا یې، چا ورته نه‌‌دي هوارې کړي. «زموږ اول ستونزه د کلینیک ده، موږ هر ځای ته تللي یوو، داسې نه‌ده چې موږ تللي نه‌یوو، تر والي ان تر وزارته پورې مو هم خبره رسولې، خو زموږ ستونزې هیچا هم حل کړې نه‌دي. دویم د ښوونځي ده، زموږ هلکان او نجونې د ونو لاندې درسونه وایي او چې له شپږم ټولګي خلاص شي، هغلته لرې ګډو خرو په نوم سیمې ته ځي.»

د یادې سیمې یوه بل اوسېدونکي اسماعیل سلام‌وطندار ته وویل چې یاده سیمه کې شاوخوا ۶۰۰ کورنۍ اوسېږي چې نه لومړني روغتیایي خدمات ورته برابر شوي او نه یې هم ماشومانو ته د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې شوې دي.

هغه وویل:«دلته کلینیک و، خو په بشپړه توګه ویجاړ دی چې دغه لږ پاملرنه وشي. بل د اوبو زموږ د خلکو ډېره ستونزه ده َاو بېخي کمې دي. برمې نشته بل دا سړک ډېر خراب دی، نو دولت موږ ته هېڅ پاملرنه نه‌دي کړې، هغه که په جمهوریت کې دی، که اوس زموږ غږ چا ندی پورته کړی.»

د غرشین سیمې اوسېدونکو همداراز وویل، پاکو اوبو ته هم لاسرسی نه‌لري او د ځمکې لاندې اوبو کچه ډېره ښکته شوې چې خلک د اقتصادي ستونزو له کبله نشي کولی ژورې څاه‌ګانې وکیندي.

د خوست ولایتي مسولان د یادې سیمې د خلکو ستونزې تاییدوي او د حل ژمنه یې کوي. د مسولانو په وینا، د دغې سیمې کلینک د علماوو شورا او د سیمې د مشرانو په مشوره بل ځای ته انتقال شوی.

د خوست د ولایت مرستیال محبوب شاه قانت وویل: «موږ به د دوی پوښتنه کوو او دې لپاره به یوه هييت تعینوو چې دې مکمله بررسي وکړي او هغه مشکلات چې موجوده دوی سره دي چې دې کومې لارې حل کیږي د هغې لارې به دوی ته موږ زمینه برابروو.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د غرشین سیمې اوسېدونکي زیاتوي چې سیمه کې یې په تېرو شلو کلونو کې هیڅ د بیارغونې داسې پروژه نه ده پلي شوې، ترڅو د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام