Asset 1SWN

لوګر کې په ۳۵۰۰ بې‌وزلو کورنیو مرستې ووېشل شوې

IMG-20240110-WA0025

 د لوګر د کلیو پراختيا او بيارغونې ریاست وايي، د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) له لوري د دغه ولایت له ۱۷۰۰ بې‌وزله کورنیو سره نغدي مرسته او له ۱۸سوه بې‌وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې.

د یاد ولایت د کلیو پراختيا او بيارغونې ریاست ویاند صبغت‌‌الله نائب‌‌خېل سلام‌وطندار ته وویل، نغدي مرسته د پل‌علم پر ۱۷سوه بې‌وزله او اړو کورنیو شوې او د خوراکي توکو مرسته په محمداغې، بره‌کي برک او خوښۍ ولسوالیو کې پر بې‌وزله کورنیو وېشل شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نائب‌خېل زیاته کړه،«په نغدي مرستو  کې هرې کورنۍ ته ۳۲۰۰ افغانۍ او د خوراکي توکو په مرسته کې هرې کورنۍ ته یوه بوجۍ ۵۰ کېلويي اوړه، یوه پنځه کېلويي بوشکه غوړي، ۶ کېلو ګرامه دال، ۳۰ فاکټه د ماشومانو ځانګړي خواړه/ پلمپي، ۳ فاکټه د ماشومانو سېریلاک او ۶ کېلو ګرامه مالګه شامله ده.»

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه د لوګر کلیو پراختیا ریاست په پام کې لري ورته مرستې د دغه ولایت په پاتې ولسوالیو او کلیو کې هم په بې وزله او اړو کورنیو ووېشي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

بې‌وزله کورنۍ هم خوښې دې چې د خوړو نړیوال پرګرام/WFP له لوري ورسره د نغدو پیسې او خوراکي توکو مرسته وشوه، خو ټینګار کوي چې یاده مرسته دې په دوامداره توګه په بې وزله او اړو کورنیو ووېشل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام