روغتیايي خدمتونو ته د ټولو د لاس‌رسي نړیواله ورځ او د افغانانو شکايتونه

نن د ډېسمبر ۱۲مه، روغتیايي خدماتو ته د ټولو وګړيو د لاس‌رسي نړیواله ورځ ده. یو شمېر هېوادوال روغتیايي خدمتونو ته له نه‌لاس‌رسي شکایت کوي او وايي، خپلو سیمو کې ان ‌لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته هم لاس‌رسی نه لري.

د دوی په وینا، د باکیفیته روغتیايي خدمتونو نه وړاندې کول، د متخصصو ډاکترانو نشت او د روغتیايي مرکزونو لرې‌والی لامل شوی چې ګڼ شمېر ناروغ لرونکي د درملنې لپاره هېواد څخه بهر سفر وکړي.