Asset 1SWN

د بامیان او دایکندي اوسېدونکي: د خوراکي او سوند توکو د پېر توان نه‌لرو

winter_bamyan_1000x560px_0

په بامیان او دایکندي کې د سختو واورو  له اورښت سره هم‌مهاله د دغو دوو ولایتونو اوسېدونکي له بې‌وزلۍ او ناداراۍ څخه د اندېښنې په څرګندونو سره وايي چې د خوراکي او سوند توکو د پېرلو توان نه‌لري.

بامیان او دایکندي کې یو‌شمېر بې‌وزله کورنۍ همداراز د مرستو نه ترلاسه کولو او د مرستندویه بنسټونو له لوري د مرستو پر ناعادلانه وېش هم نیوکه کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

شکیلا چې د بامیان اوسېدونکې ده او د یوې شپږ کسیزې کورنۍ سرپرستي ور ترغاړه ده، وايي، د سړې هوا له کبله دا او اولادونه یې ناروغان شوي دي.

نوموړې وویل: «ګزاره ډېره سخته ده، سوند توکي نشته، ګراني ډېره ده، سړی د سوند توکي واخلي. موسسې موږ سره مرسته نه ده کړې، که موسسه راهم شي، هغو کسانو سره مرسته کوي چې واسطه ولري، یا موسسه کې موټروان یا کارمند وي، هغوی مرستې ترلاسه کوي.»

په ورته مهال د بامیان یوه بله اوسېدونکې طیبه وايي، د دوو کوچنیو ماشومانو مور ده او د بې‌وزلۍ له امله نه د کور ګرمولو لپاره د سوند توکي اخیستی شي او نه هم خپلو ماشومانو ته وچې شیدې برابرولی شي. د نوموړې په وینا، اقتصادي وضعیت یې خراب دی، نه خواړه لري او نه هم د ګور تودولو لپاره سوند توکي.

بل‌خوا د بامیان ګاونډ د دایکندي اوسېدونکي هم دغه ولایت کې له بې‌وزلۍ شکایت کوي او وايي چې د ژمي په دې سړو شپو او ورځو کې خپلې خوراکي اړتیاوې نشي پوره کولای او د ځان تودولو لپاره د سوند توکو د رانیولو توان نه‌لري.

د دایکندي د خدیر ولسوالي اوسېدونکې فاطمه سلام‌وطندار ته وايي: «زه خپله یوه بې‌سرپرسته مېرمن یم، سوند توکي نه‌لرم، خوراکي توکي نه‌لرم، څوک نشته چې مرسته راسره وکړي.»

د دایکندي یو بل اوسېدونکی رستم چې نیلي ښار کې لاسي توکي پلوري، وايي، د بې‌وزلۍ له امله خپل کور نشي تودولی او ماشومان یې یخ وهلي دي. خو د بامیان او دایکندي محلي مسوولان وايي چې له مرستندویه موسسو سره همکاري کوي، څو د خلکو اړتیاوې برابرې کړي.

د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس سیف‌الرحمن محمدي سلام‌وطندار ته وویل: «رښتیا چې خلک ډېرو مرستو ته اړتیا لري، خو د بامیان محلي اداره هڅه کړې چې د موسسو او ادارو له لارې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.» په ورته مهال نوموړي بامیان کې د مرستو د ناعادلانه وېش خبره ردوي.

د دایکندي د ولایت مقام سرپرست محمدنور  خلیل بیا سلام‌وطندار ته ویلي چې له مرستندویه موسسو او محلي ادارو سره په همکاري د خلکو ستونزو ته رسېدنه کېږي.

نوموړي وویل: «دایکندي کې د ډبرو سکاره قیمته و او نه پیدا کېدل، محلي ادارې د رییس‌الوزرا په امر خلکو ته د ډبرو سکاره وارد کړل او بیه یې ډېره ټيټه شوې ده.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې په وروستیو څو ورځو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د هوا درجه منفي ۳۲ درجو ته رسېدلې چې ورسره په ځینو ولایتونو کې د انسانانو او څارویو د مړینې خبرونه هم ورکړل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام