د روزګان ولایت چارواکي وايي چې د دغه ولايت اړوند په دهراوود ولسوالي کې داسې نښه موندل شوي چې د دغې ولسوالي په ځینو سیمو کې د ځمکې لاندې د طبیعي ګازو زېرمې موجودې دي.
د روزګان د ولايت مقام وياند محمود مدثر سلاموطندار ته ویلي چې د دهراوود ولسوالي په ورجان سيمه کې څلور داسې ځايونه کشف شوي چې د نوموړي په وینا ګاز لري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وايي، سيمې ته د اسلامي امارت د طبیعي ګازو مسلکي کسان تللي او د دغو ګازو د پیدا کولو لپاره یې نمونې اخیستي او له مرکز سره یې شريکې کړي دي.
د نوموړي په وینا، د روزګان ولایت دهراوود ولسوالي هغه سیمه چې ګومان کېږي ګاز لري، امنیتي ځواکونه یې د خوندیتوب ساتلو لپاره ورغلي او تر څېړنو وروسته به جوته شي چې ایا دغه سیمې ګاز لري او که نه.
نوموړي سلاموطندار ته وویل: «د دهراوود ولسوالي په ورجان سيمه کې څلور داسې طبیعي ځايونه موندل شوي چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، ګاز پهکې موجود دي. زموږ مسلکي کسان سيمې ته د دغو ګازو د څېړنې په هدف ورغلي او راپور يې له مرکز سره شريک کړی، وروسته به معلومه شي چې دغه خبر څومره حقيقت لري.»
په ورته مهال پر ټولنيزو رسنيو د دغې سيمې يوه ويډيو خپره شوې او پهکې ښکاري چې د ځمکې ځيني برخو ته د اور ورکولو وروسته راووتونکې لنده ساحه اور اخلي او تر ډېره دغه اور پاتې کېږي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
که څه هم دا لومړی ځل دی چې په روزګان ولایت کې د طبیعي ګازو نښې نښانې موندل کېږي، خو د یوشمېر نړیوالو څېړنیزو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ، افغانستان په پراخه پیمانه د طبیعي زېرمې لري چې ارزښت یې ټرېلیون ډالرو ته رسېږي.