د افغانستان د احصايې او معلوماتو ملي ادارې چارواکو د چهارشنبې په ورځ کابل کې د یوې خبرې غونډې پرمهال د ۱۴۰۰ کال د احصايي شمېر، میتودونه او معلومات خپاره کړل. د دې شمېرو له مخې، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د افغانستان نفوس ۳۴.۳ میلیونه ښودل شوی په داسې حال کې چې تېر ۱۴۰۰ کال  کې ۳۳.۶ میلونو ته رسېده.

د دغه راپور پر بنسټ، د نارینه‌وو نفوس د ښځو په پرتله ۲ سلنه زیات اټکل شوی، او د هېواد ۴۵ سلنه ټول نفوس تر پنځلس کلونو ښکته ښودل شوی. ۴۹.۷ سلنه یې د کار عمر او په ټولیزه توګه ۲.۷ سلنه هغه کسان جوړوي چې عمرونه يې تقاعد ته برابر دي. د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د شمېرو پر بنسټ، ۲۴.۲ میلیونه په کلیوالي سیمو، ۸.۶ میلیونه په ښاري سیمو کې او پاتې ۱.۵ میلیونه نور په کوچیاني ډول ژوند کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې مرستیال حسیب‌الله موحد په دې اړه وايي: « سږ کال د افغانستان نفوس ۳۴.۳ میلیونه ښودل شوي. ۱۷.۵ میلیون یې نارینه او ۱۶.۸ میلیون یې ښځې دي.» د دې ادارې د شمېرو له مخې، د نفوس په زیاتېدو سره په ټول هېواد کې خلکو ته د خدماتو وړاندې کول هم راکم شوی دی.

د دې ادارې مرستیال وايي، د دوی د شمېرو له مخې، د ١٣٩٩ کال په پرتله په ١٤٠٠ کال کې د توکو او خدماتو په صادراتو کې ۱۱.۸ سلنه او افغانستان ته د توکو او خدمتونو په وارداتو کې د ١٣٩٩ کال په پرتله په ١٤٠٠ کې ١٩ سلنه کموالى راغلى دى.

ښاغلی موحد وایي: « په ټوله کې په ۱۳۹۹ کال کې زمونږ صادرات یو میلیارډ او ۴۷۶ میلیون ډالره وه، په داسې حال کې چې په ۱۴۰۰ کال کې زمونږ صادرات یعنې توکي او خدمات شاوخوا یو میلیارډ او ۳۰۱ میلیون ډالره ده.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې  افغانستان په ۱۴۰۰ کال کې شاوخوا ۳ زره او ۳۵۷ روغتیايي مرکزونه درلوده، په داسې حال کې چې غه شمېر په ۱۳۹۹ کال کې ۳زره او ۳۶۷  ته رسېده.

د یادونې وړ ده چې افغانستان ۱۴۰۰م کال کې د کرنې په برخه کې شاوخوا ۴.۷ میلیون ټنه غله او نژدې ۷۸ زره ټنه مالوچ تولید کړي او د غله‌جاتو تولید د تېرو کلونو په پرتله کم شوي دي، خو د هر کال په تېرېدو سره د مالوچو تولیدات زیات شوي دي.

.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام