د ټلوېزیون یو پېژندل شوی ویاند او د افغانستان بانک سلاکار یما سیاوش د لړم میاشتې په ۱۷مه په کابل کې یوې چاودنې وواژه.

د نوموړي کورنۍ تر دې مخکې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا نه غوښتي و چې د سیاوش د وژلو پېښه وڅېړي، خو د دغه سازمان له لوري ېې کوم ځواب ترلاسه نه کړ او نن یې د درېیم ځل لپاره له یادې شورا نه وغوښتل چې دا پېښه وڅېړي.

د یما سیاوش پلار داوود سیاوش وايي، دولت یې د زوی د وژلو قضیې د څېړلو او د هغه د قاتلانو پېژندلو اراده نه لري؛ نو ځکه یې ملګرو ملتونو ته شکایت کړی دی. د هغه په خبره، په افغانستان کې خپلواکه عدلي او قضايي اداره نشته او د یما سیاوش د وژلو په اړه د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست موندنې یو له بل سره په ټکر کې دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول صدیق‌الله توحیدي وايي، د رسنیو ملاتړي بنسټونه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا نه غواړي چې د سیاوش د وژلو پېښې د څېړلو لپاره یو بې‌پرې پلاوی را ولېږي؛ ځکه دوی د کشفي او امنیتي ادارو پر موندنو باور نه لري.

په همدې حال کې دیني عالم شیخ عبدالکبیر حیدري وايي، په اسلام کې د یوه کس وژل ناروا دي او په قرآنکریم کې لیکل شوي، چا چې یو کس وواژه، داسې دی لکه ټول انسانان یې چې وژلي وي.

د یما سیاوش کورنۍ وايي، د نږدې لسو ولایتونو اوسېدونکو په خپلو لاسلیکونو د دوی د هغې غوښتنې ملاتړ کړی چې د سیاوش د وژلو پېښه دې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري وڅېړل شي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام