د تلې یا میزان ۲۶مه نېټه د ټرانزیټ او ټرانسپورټ له ملي ورځې سره سمون لري. له دې ورځې نن په کابل کې د «توسعه او ټرانسپورټ» تر نامه لاندې د خبري کنفرانس په ترڅ کې نمانځنه وشوه چې په کې یو شمېر حکومتي استازيو، د ولسي جرګې غړيو، د ټرانسپورټي شرکتونو مشرانو او د خصوصي سکټور استازيو ګډون درلود.

په دې خبري ناسته کې د ټرانسپورټي شرکتونو استازيو پر حکومت توندې نیوکې وکړې او ويې ویل چې د لاجوردو لاره او د چابهار بندر پرانيستل هسې نمایشي کار و او ولسمشر خپل کار یوازې د لارو تر پرانستو پورې محدود کړی خو په عمل کې هېڅ هم نه لیدل کېږي.

د ټرانسپورټي شرکتونو د اتحادیې د مشرتابه پلاوي رييس عباس ایین وايي، هغه لارې چې ولسمشر غني د خپل ریاست پرمهال پرانيستې دي، یوازې د پرانيستل کېدو تر حده پاتې او په عمل کې هېڅ کار نه دی شوی.

د ده په خبره، په تېرو ۹ کلونو کې د ټرانسپورټ سکټور ته هېڅ راز پاملرنه نه ده شوې.

د دغه سکټور په استازیتوب اصف غوري هم له ټرانسپورټ وزارته سختې نیوکې وکړې او ويې ویل، په دغه وزارت کې د سالمې مشرۍ نه موجوديت لامل شوی چې ګڼ ټرانسپورټي شرکتونه له ماتې سره مخ شي.

خو د ټرانسپورټ وزارت سرپرست قدرت الله ذکي د ټرانسپورټي او بار چلوونکيو سکټور چارواکيو ته ژمنه ورکړه چې د دې سکټور د وضعیت ښه کولو لپاره یې اغېزناک پروګرامونه ترلاس لاندې نیولي دي.

په افغانستان کې د ټرانسپورټ ورځ په داسې مهال نمانځل کېږي چې اوسمهال د هېواد ډېری لویې لارې ویجاړې او له جدي امنیتي ستونزو سره مخ دي.

موټر چلوونکي او مسافر تل پر لویو لارو د طالبانو له موجوديت او دغه راز د حکومتي سرتېرو له پیسو اخيستلو شکایت کوي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام