د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت مسوولان وايي، پاکستاني لوري سره هوکړې ته رسېدلي چې د ترانسپورټي شرکتونو تر معرفي کېدو وروسته به، په لنډه موده کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسافر وړونکو موټرو تګ راتګ پیل شي.
د دغه وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسوول امامالدین احمد سلاموطندار ته وویل، د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونو په دې اړه خبرې کړي او دې پایلې ته رسېدلي چې دواړو خواوو ته ترانسپورټي شرکتونه معرفي کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وایي، د افغانستان لهخوا پاکستان ته ځینې ترانسپورټي شرکتونه ورپېژندل شوي چې د پاکستان له لوري د شرکتونو تر معرفي کېدو وروسته به ډېر ژره د تګ راتګ بهیر پیل شي.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسوول زیاتوي، له کندهار څخه تر کوټې او له ننګرهار څخه تر پېښور پورې به د خصوصي شرکتونو ۵۸۰ مُډل بسونه مسافرین ولېږدوي. هغه وایي، په دې بسونو کې هغه افغانان او پاکستانیانو ته د تګ راتګ اجازه شته چې ویزې ولري.
هغه دغهراز وویل، ښايي راتلونکې کې ترانسپورټي شرکتونه مسافرینو ته د ویزو د ورکړې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
«په لومړیو کې به د ویزو کار خپله اشخاص کوي، اوس ډېرکسان ویزې لري، خو په تګ راتګ کې ستونزې لري. باید هوایي ولاړ شي، ځکه پوله کله ناکاله بنده وي، نو دا یو ښه ګام ده چې خلک په اسانۍ سره ولاړ شي بیا په راتلونکې کې لکه ځیني هوایي شرکتونه کیدای شي، د ویزې اسانتیاوې هم ورته برابرې کړي او دا به له سفارت سره په همغږی وشي.»
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت مسوولان وایي چې له ازبکستان سره هم د بار وړونکو موټرو د اجازې په اړه خبرې روانې دي، څو د دغه هېواد له لارې هم روسیې او ځینو اسیایي هېوادونو ته د سوداګریزو توکو موټرو تګ راتګ پیل شي.