د کابل د مکروریانونو د تدویر، ساتنې او څارنې دولتي شرکت چارواکو نن کابل کې د یوې غونډې پرمهال وویل چې د دولتي ادارو په ګډون د مکروریانو او پروژې اړوند سیمې له دغه شرکت څخه شاوخوا ۴۸۴ میلیونه افغانۍ پوروړي دي.

د یاد شرکت رییس غلام عمر عبدالله په دې غونډه کې د هغو ادارو او سیمو نومونه په ډاګه کړل چې له یاد شرکت څخه پوروړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مکروریانو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت د رییس په وینا، یوازې د درېیم مکروریانونو سیمه چې هټۍ هم په‌کې شاملې دي، له دغه شرکت څخه ۱۵۷ میلیونه افغانۍ پوروړي دي.

غلام عمر عبدالله همداراز وویل چې چل بابا سیمه ۱۱۸ میلیونه افغانۍ، لومړی مکروریان، ۱۲۲ میلیونه، د څلورم مکروریان یوازې هټۍ ۲۴ میلیونه او ۸لکه افغانۍ له یاد شرکت څخه پوروړي دي.

په ورته مهال د شهدا او معلولانو وزارت ۴ میلیونه او ۲لکه افغاني، د وړکتونونو عمومي ریاست ۳ میلیونه او ۶ لکه افغانۍ، د ملي اردو د اوپراتیف عمومي کلوب ۴ میلیونه او ۷افغاني او یوشمېر نورې دولتي ادارې هم له دې شرکت څخه پوروړې دي.

نوموړي وویل: «د مخده توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ۹لکه او ۶۸ زره افغانۍ،د درېیم مکروریان د اطفایې ریاست ۶ لکه او ۹۱زره افغانۍ، د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت ۶میلونه او  ۸لکه  او ۵۹زره افغانۍ، ستره محکمه ۲ میلیونه ۴ لکه افغانۍ…»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یاد شرکت له ټولو پوروړو غوښتنه وکړه چې خپل پورونه دې پر وخت دې شرکت ته وروسپاري، څو یاد شرکت پر خپلو پښو ودرېږي او په مکروریانو کې د اوبو رسونې او نورې ستونزې هوارې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام