د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیال اسدالله سعادتي خبرداری ورکوي، که د سولې روانې خبرې پایلې ته ونه رسېږي، افغانستان به له تورې او ناڅرګندې راتلونکي سره مخ شي. هغه له کوچني اختر وروسته د استانبول ناستې د جوړېدو په اړه شکمن دی او وایي، تر اوسه روښانه نه ده چې طالب ډله په دې ناسته کې ګډون کوي، که نه.

د سعادتي په وینا، تلپاتې سولې او ټیکاو ته د رسېدو لپاره د ټاکنو له لارې د واک ترلاسه کول اړین دي او له دې پرته سوله مانا نه لري.

نوموړی زیاتوي، د استانبول ناستې د جوړېدو په اړه معلومات نه لري، خو په خبره یې، هڅه کوي چې د روژې مياشتې تر وروستیو پورې یوه غونډه جوړه کړي او د یادې ناستې په اړه په‌کې پرېکړه وکړي.

‌بله‌خوا د سولې او ولسواکۍ لپاره د برابرۍ بنسټ مرستیاله فروزان رسولي د سولې خبرو په اړه جوړ شوي پلاوي نیوکه کوي او وایي، رهبران د خلکو د سولې غوښتلو خلاف د خپل واک پر ساتلو بوخت دي.

د نوموړې په وینا، په ۱۰ ولایتونو کې یې له نږدې ۱۰۰۰ مېرمنو، قومي او مذهبي مشرانو او ځوانانو سره د سولې په اړه خبرې کړي او ټولو له نړیوالې ټولنې پر طالبانو د فشار غوښتنه کړې، څو دا ډله سولې ته غاړه کېږدي.

د ښځو چارو وزارت د پلان او پالیسي مرستیاله حسنا جلیل وايي، د مېرمنو یوازینۍ غوښتنه سوله او پخلاینه ده. د هغې په خبره، ښځې په هېڅ ډول شا ته د ګرځېدو لپاره چمتووالی نه لري.

د سولې او ولسواکۍ لپاره د برابرۍ بنسټ مسوولان همدا راز وایي، ښځې، قومي او مذهبي مشران او ځوانان په هېڅ ډول چمتو نه دي چې تېر تور تاریخ ته ور وګرځي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام