Asset 1SWN

سرور دانش انارکلي هنریار ته: هغه چلند چې تاسو سره شوی ولړزېدو او وشرمېدو

Danish-And-Honaryaar-p5b9100exk4geb5s1586liat1i39imgcvzxjsacvbc

« ما ته د هندوې خطاب کوي. حتی خپل همکاران مې چې زما په اړه پوره پوهاوی لري وايي چې د هند په تړاو له هنریارې څخه وپوښتئ ځکه نوموړې په هند کې زیاته بلده ده.»

دا د یوې سک او په مشرانو جرګه کې د یوې استازې انار کلي هنریار خبرې دي چې تېره اوونۍ یې په کابل کې د ابن سینا سولې نړیوالې جایزې ترلاسه کولو په مراسمو کې کړي چې نوموړې د سیکانو پر وړاندې په توکم‌يیز چلند نیوکه وکړه.

هنریار وايي، د هېواد ډېری وګړي نوموړې ته د هندوې خطاب کوي، په داسې حال کې چې نوموړې یواځې دوه یا درې ځلې هند ته تللې ده.

د نوموړې دغو څرګندونو د ټولنیزو شبکو کاروونکيو غبرګونونه هم راپارولي دي. د ټولنیزو شبکو یو شمیر کارونکو له نوموړې سره د زړه خواله کړې او یو شمېر اوسېدونکيو د بد چلند په تړاو بښنه غوښتې ده.

یوه ټولنيزو شبکو يوه کاروونکي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: « ستاسو اوښکې دردوونکې او د نه زغملو دي. تاسو زموږ د شاته پاتې ټولنې واقعیتونه په ډاګه کړي ما هم په دې اړه څېړنه کړې، په دې پوهېدلی یم چې زموږ د یو شمېر هېوادوالو له لوري هندو او سیکانو پر وړاندې توکم‌يیز چلند شته چې د غندلو دی.»

د انار کلي هنریار دغو څرګندونو ته د ولسمشر دویم مرستیال سرودر دانش هم غبرګون ښودلی دی او پر خپله فېسبوک‌پاڼه يې لیکلي: « ستاسو اوښکې او غریو نیولی اواز مې وليده. ستاسو غریو نیولي اواز او اوښکو تویېدنې، زموږ ټولو اوښکې تويې کړې او هغه ډول چلند چې تاسو او ستاسو لارویانو سره شوی ولړزولو او وشرمېدو.»

د اقلیتونو په ځانګړې توګه هندوانو او سیکانو پر وړاندې د توکم‌يیز چلند په تړاو په ځلونو نیوکې شوي؛ خو دا ستونزه له دې پېچلې ده چې وکولای شو یوازې په نیوکو سره یې هواره کړو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام