Asset 1SWN

د هېواد ۴۴ سلنه نفوس د خوړو مصوونیت نه لري

123741060_3576098032470341_576341171504763300_o

 

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش «د افغانستان د خوړو د خوندیتوب او تغذیې ملي اجنډا درېیمې کلیزې» په مناسبت جوړې شوې نمانځغونډه کې وويل، هېواد د خوړو د خوندیتوب له ناورین سره مخ دی.

د سرور دانش په خبره ۱۳ میلیونه کسان چې د هېواد د نفوس ۴۴سلنه جوړوي، د خوړو مصوونیت نه لري.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ نوماند او سرپرست وزیر انورالحق احدي په دې غونډه کې وویل، افغانستان د خوړو د خوندیتوب د تامین له اړخه ځان بسیاینې ته نه دی رسېدلی او اړينه ده چې اړوند بنسټونه د خوړو د خوندیتوب د تامین پياوړي کولو لپاره  مرسته وکړي.

د عامې روغتیا وزارت نوماند او سرپرست وزیر جواد عثماني هم په دې خبري ناسته کې وويل، افغانستان د نړۍ په کچه د سختې خوارځواکۍ تر ټولو لوړې شمېرې لري او اړتیا ده چې هېواد کې د خوړو د مصوونیت وضعیت ښه شي.

د ولسمشرۍ ریاست د چارو ادارې د انسجام مرستیال عبدالکریم توتاخېل هم دې غونډه کې په خپلو خبرو کې وويل، هېواد کې جګړې، وچکالۍ او ضعیف مدیریت د خوړو د خوندیتوب د کچې د ټیټوالي لامل شوی دی.

د توتاخیل په خبره، اوس مهال په هېواد کې د خوړو توکيو د کنټرول لپاره هېڅ اداره نشته.

افغانستان يو له هغو هېوادونو دی چې جګړې په‌کې روانې دي او ډېری اوسېدونکي يې اوبو او غذا ته لاسرسی نه لري. د کرونا ويروس له خپرېدو سره د لوږې او بې‌وزلۍ کچه نوره هم ډېره شوه. له ماشومانو د ملاتړ نړيوالې ټولنې هم څه موده وړاندې وويل چې د افغانستان يو پر درې برخه نفوس له غذايي کمښت سره مخ دی. د ياد سازمان موندمې ښيي چې له دې ډلې ۷.۳ میلیونه ماشومان له لوږې سره مخ دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام